خبرونهنړۍ

د «توفیق عکاشه» پر خوله بوټ ایښودل نیم میلیون ریاله جایزه لري

که غواړئ (۵۰۰۰۰۰) سعودي ریاله جایزه واخلئ نو د «توفیق عکاشه» په خوله باندې بوټ یا (څپلکه) ورکښیږدئ.

یو سعودي ځوان اعلان کړی چې که هر چا د مشهور مصري ژورنالیست «توفیق عکاشه» پر خوله بوټ ورکښیود نو نیم میلیون ریاله انعام به ورکوي.

توفیق عکاشه څه موده وړاندې له یو تلویزون سره د مرکې پر مهال خپله څپلکه له پښو راوایستله او ویې ویل «هر څوک چې د فلسطیني مجاهدینو ملاتړ کوي د دې څپلکې مستحق دی».

نوموړي د قطر هیواد، د حماس اسلامي تنظیم او د ترکیې هیواد په خیانت تورن کړل او زیاته یې کړه چې د قطر مشران، د ترکیې مشران او د حماس ګوند د دغې مردارې څپلکې ارزښت لري.

ترکیه او قطر په اسلامي نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې په ښکاره ډول د فلسطیني مجاهدینو ملاتړ او د اسرائیلو غندنه کوي.

د توفیق عکاشه دغو څرګندونو په عربي او اسلامي نړۍ کې د فلسطیني مجاهدینو ملاتړي مسلمانان سخت غصه کړي او نوموړی یې د اسرائیلو ګومارل شوی او ایجنټ بللی.

احمد السبیتي چې یو سعودي ځوان دی د خپل فیس بوک پر پاڼه لیکلي چې هر څوک د توفیق عکاشه پر خوله بوټ یا څپلکه ورکښیږدي او ده ته یې عکس وروښيي نو دی به د جایزې په توګه نیم میلیون ریال ورکړي.

توفیق عکاشه د (الفراعین) تلویزوني چاینل مشر او په عربي نړۍ کې د اسرائیلو کلک ملاتړی ژورنالیست او د فلسطیني مجاهدینو سرسخت دښمن بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x