نړۍ

اردګان د لسو سفیرانو د شړلو امر کړی دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ٢ لړم، ۱۴۰۰ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د ترکیې په داخلي چارو کې د لاسوهنې په تور د لسو غربي هیوادونو د سفیرانو  د شړلو امر کړی دی.

څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د امریکا، جرمني، کانډا، دنمارک، فینلنډ، نیدرلینډ، نیوزیلنډ، ناروی او سویډن هیوادونو سفیرانو په یوه شریکه نادره بیانیه کې د ترکیې له حکومت غوښتي وو چې په دغه هیواد کې بندي مدني فعال عثمان کوالا خوشې کړي.

عثمان کوالا چې د ۲۰۱۷ز کال راهېسې په ترکیه کې بندي دی، پرې تور دی چې  د ۲۰۱۳ تظاهرات یې تمویل کړي او د ۲۰۱۶ز کال کودتا کې یې لاس درلود. عثمان کوالا که څه هم په ترکیه کې د غربي هیوادونو لپاره د بشري او مدني حقونو یو سمبول دی خو ترکیې حکومت نوموړي ته د یوه مجرم په سترګه ګوري چې په بغاوتونو او کودتا کې لاس لري.

ترکیې ولسمشر د یادو لسو غربي هیوادونو سفیرانو دغه نادرې او غیرمعمولي اعلاميې ځواب کې ‎ بهرنیو چارو وزارت ته  امر کړی دی چې دغه سفیران په اسرع ممکن وخت کې نامطلوب اشخاص اعلان کړي.

د نړیوالو حقوقو له مخې بهرني ديپلوماتان په کوربه هیوادونو کې مصؤنیت لري او که کوربه هیواد یې نامطلوب اشخاص (Perona non grata) اعلان کړي نو مصوونیت ترې اخیستل کیږي او ديپلوماتان مجبور دي چې کوربه په ټاکلي موده کې پريږدي.

کوربه هیوادونه په معمول ډول هغه ديپلوماتان غیرمطلوب اشخاص اعلانوي چې یا د دغه هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي یا په جاسوسۍ متهم شي. همدا راز ډير وخت هیوادونه په بالمثل تعامل کې هم ديپلوماتان غیرمطلوب اشخاص اعلاموي.

ولسشمر اردګان د ترکيې په کورنيو چارو کې د لويديځو هیوادونو لاسوهنې ته په اشارې  دغه سفیران په سپين سترګي توب متهم کړل او ويې  وویل چې دوی باید ترکیه درک کړي او په وینا يې هغه سفیران چې ترکیه نه پيژني او نه یې درک کوي باید په هماغه ورځ ترکیه پریږدي.

د یادونې وړ ده چې د اروپا بشري حقونو محکمې په ۲۰۱۹ کې د هغه د خوشې کیدو امر کړی دی خو ترکي محاکمو د اروپايي محکمې د تعمیل څخه انکار کړی دی.

د ترکيې ابتدايي محکمې نوموړی د ۲۰۱۳ مظاهرو د تمویل په تور نوموړی خوشې کړ خو وروسته د ۲۰۱۶ز کال د ناکامې کودتا په تور یې بیا ونیو.

وروسته د ترکيې استیناف محکمې د ابتدايي محکمې د خوشې کېدو حکم هم رد کړ. نوموړی حاضره په محکمه کې د دوه مختلفو جرمونو په اتهام محاکمه کیږي.

د ترکيې د قوانینو له مخې عثمان کوالا باندې که یاد اتهامات ثابت شي او محکمه يې مجرم وپيژني نو په ابدي حبس محکومیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ترکان په خپلو داخلی امورو کی دیر جدی برخورد کوی ، هغه کسان چی بی ثباتی او مریه توب ته یا لاپوسی توب ته رزه خه کوی خه ورز نه وینی !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x