ټکنالوژي

له معرفي کېدو وړاندې د ټرمپ ټولنیزه ویبپاڼه هیک شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ٢ لړم، ۱۴۰۰ل): د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې خپلو پلویانو ته د رسېدو او د معلوماتو خپرولو لپاره شخصي ټولنیزه شبکه وړاندې کوي، خو د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د نوموړي ټولنیزه ویبپاڼه له معرفي کېدو وړاندې هیک شوې ده.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د تاوتریخوالي او ناسمو معلوماتو خپرولو پر ضد کارکوونکو هیکرانو ادعا کړې چې دوی د ټرمپ له لوري چمتو شوې ټولنیزه شبکه «ټروت TRUTH» ته لاسرسی موندلی، او د ټرمپ له حساب څخه یې د خنزیر یا خوږ عکس خپور کړی او په هغې یې (ډونالډ جی ټرمپ) لیکلی دی.

په دې اړه امریکایي رسنۍ نیویارک ټایمز د یو شمېر سرچینو په حواله لیکلي چې هیکرانو د ټرمپ له لوري د چمتو شوې ټولنیزې رسنۍ ویبپاڼې یو شمېر حسابونه هیک کړي دي.

د هیکرانو په وینا، د ټروت سوشل ویبپاڼه تر دې دمه د عامو خلکو پرمخ نه ده پرانیستل شوې، او دوی هم د ویبپاڼې کمزورتیاو څخه په ګټه اخیستنه د ټرمپ د حساب هیک کولو سربېره هلته ځینې عارضي حسابونه هم جوړ کړي دي.

پخواني ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د شخصي ټولنیزې رسنۍ ویبپاڼې جوړولو اعلان وکړ، چې د نومبر تر پایه به ځینې ځانګړي او ازمیښتي حسابونه پرانیزي، خو د راتلونکي کال په لومړیو دریو میاشتو کې به د خلکو پرمخ هم پرانیستل شي.

د (ټروت سوشل) د ټرمپ میدیا او ټکنالوژي ګروپ (TMTG) او د یوه شخصي شرکت (SPAC) سره په ګډه د یوه نوي شرکت په وسیله چمتو کړی دی، خو تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې دغه ویبپاڼه څرنګه پرمخ ځي، خو داسې اټکل کیږي چې د فیسبوک په څیر به کار کوي، او ځینې نور یې بیا د ټویټر سره پرتله کوي.

ډونالډ ټرمپ د جنوري په میاشت کې هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د سختو بندیزونو سره مخ شو چې د نوي ولسمشر جو بایډن پر وړاندې یې خپل پلویان د ټولنیزو رسنیو له لارې تاوتریخوالي ته هڅولي وو او پر کانګریس ماڼۍ یې برید وړی و.

د نوموړي ناسم معلومات خپرول او پلویان تاوتریخوالي ته هڅول ددې لامل شول چې پر ټولنیزو رسنیو د ټرمپ مخه ډپ شوه، او ټویټر، فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب د ټرمپ حسابونه وتړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x