ورزش

په کرکټ او فوټبال کې تاریخي ورځ، هند د پاکستان او برسلونا د ریال مدرید پر وړاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): نن د یکشنبې په ورځ د کرکټ او فوټبال په تاریخونو کې تر ټولو سر سختې سیالۍ ترسره کیږي چې هند او پاکستان په کرکټ، برسلونا او ریال مدرید په فوټبال کې مخ کیږي.

دا د کرکټ او فوټبال په تاریخ کې تر ټولو سرسختې سیالۍ دي چې لوبغاړي یې د معرکې لپاره میدان ته ښکته کیږي، او دواړه لوبډلې تر سخت فشار لاندې وي.

پاکستان کرکټ لوبډله که څه هم په ټولیز ډول پر هند پورته ده خو تر دې دمه یې په نړیوال جام کې بریا نه ده خپله کړې، دواړه لوبډلې پنځه ځله په شل اوریز نړیوال جام کې مخ شوي او پنځه ځله هند بریالی شوی دی.

د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه تاریخي معرکه به نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

بل لوري ته د برسلونا او ریال مدرید ترمنځ سیالي په هسپانوي لیګ (لالیګا) کې «الکلاسیکو» بلل کیږي، چې یوه تاریخي او تر ټولو جالبه لوبه وي، دوی تر دې دمه یوه بل ته په ماتې ورکولو نږدې مساوي دي خو برسلونا د میسي په مرسته مخکې والی لري.

د برسلونا لوبډلې لپاره یوه کمزورې نکته د مشهور نامتو ستوري لیونل میسي نه شتون دی، چې نوموړی څو میاشتې وړاندې له برسلونا څخه فرانسوي لوبډلې پاریس سان جرمان ته انتقال شو. ددې سربېره د برسلونا کلب په سږني پړاو کې له ځینو ستونزو سره مخ دی.

اوسمهال د ۲۰۲۱م کال په لالیګا جدول کې برسلونا له ستونزو سره مخ ده چې ۸م مقام لري خو ریال مدرید لوبډله په دریم مقام ده. که چیرې برسلونا وتوانیږي ریال مدرید ته ماتې ورکړي د ریال مدرید پرځای به دریم مقام ته پورته شي.

د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ د الکلاسیکو سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان پروخت د ماښام په ۶:۴۵ بجې د برسلونا په کوربه توب په کامپ نو لوبغالي کې پېل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x