افغانستان

هرات کې د اختطافګرو ۴ کسیز ګروپ له منځه وړل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي وايي، په هرات کې یې د غلو هغه ګروپ له منځه وړی چې امنیتي ځواکونو ته یې د ځان سپارلو څخه ډډه وکړه.

نن له غرمې وړاندې د هرات ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند پُل دوزان سیمه کې له یوه کور څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې کېدې، چې امنیتي ځواکونو هم یاد کور کلابند کړی وو.

د هرات امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغه درې ساعته نښته کې ۴ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز څرګنده شوې چې په یاده نښته کې دوه تنه امنیتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

له بل پلوه د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په یو ټویټ کې ویلي، چې په یاد کور کې درې تنه لوی اختطافګر پټ شوي وو او په امنیتي ځواکونو یې دزې هم کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په متقابلو ډزو کې درې واړه اختطافګر وژل شوي او یاد کور تصفیه شوی دی.

باید وویل شي چې د اسلامي امارت مسئولینو په هرات ولایت کې د اختطافګرو او غلو پرضد د خپلو عملیاتو د چټکولو خبر ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د انسان تښتونې له ناخوالو سره په کلکه مقابله کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره په هرات ولایت کې د انسان تښتونې ګراف تر  ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی. څه موده وړاندې د هرات امنیتي منسوبینو څلور تنه هغه اختطافګر د ښار په دروازو کې وځړول چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x