ورزش

کرکټ: پاکستان هند ته نړیوال جام کې ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د شل اوریز کرکټ نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې د هند او پاکستان کرکټ لوبډلې مخامخ شوې چې پاکستان په ستر توپیر بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې د پاکستان پېلیز لوبغاړو محمد رضوان او بابر اعظم د هند د ۱۵۲ هدف په تعقیب کې په زړه پورې توپ وهنه وکړه، او پرته له دې چې وسوځي دغه منډې یې په ۱۸م اور کې بشپړې کړې.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان لوبډله په نړیوال جام کې هندوستان ته ماتې ورکوي، له دې وړاندې ۷ واره په یو ورځني جام او ۵ ځلې په شل اوریز جام کې لوبېدلي دي.

د پاکستان او هندوستان سرسخته سیالۍ کې بابر اعظم پچه وګټله او لومړی یې ویرات کوهلي ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، هند لوبډلې د شاهین شاه افریدي مخه ونشوه نېولی او په لومړیو کې دوه ویکټې له لاسه ورکړې.

که څه هم وروسته ویرات کوهلي او ریشاب پانټ ویکټه وساتله خو په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېدل، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه. ویرات کوهلي ۵۷ زیاتې منډې جوړې کړې، او شاهین شاه افریدي ۳ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې مخکښ توپ وهونکي بابر اعظم د محمد رضوان سره یوځای سوکه خو غوره پېل وکړ، دوی تر پایه ونه سوځېدل او په ۱۸م اور کې بریا خپله کړه.

بابر اعظم ۶۸ او محمد رضوان ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. بابر اعظم د پاکستان لومړی لوبډلمشر شو چې هند لوبډله یې په نړیوال جام کې ماته کړه.

له دې وړاندې د سوپر ۱۲ پړاو په ۳مه لوبه کې سریلانکا لوبډلې بنګلدیش ته ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x