ادبي لیکني

کندهار کې د عرفان بنسټ د مرکزي دفتر پرانیست غونډه ترسره سوه

نن یکشنبه ۱۴۰۰ ه ش کال د لړم ۲مه کندهار ښار اوله حوزه، کابل شاه کې د عرفان بنسټ د مرکزي دفتر پرانیست غونډه ترسره سوه.

غونډه کې چې د کندهار ښار مخورو عالمانو، د مدارسو او مکاتبو استاذانو، محصلینو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون درلود، د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل سوه.

غونډې ته د کندهار نامتو او ټولنیز پوه عالم “مولوي محبوب شاه ساجد” د ټولنې پر اړتیاوو او ستونزو هر اړخیزه وینا وکړه، نوموړي د عرفان بنسټ د بنسټګرو ددې نوښت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هیواد داسي بنسټونو ته اشد ضرورت لري، نوموړي د بنسټ له مسئولینو وغوښتل چې افغاني ټولنې ته په صحي، تعلیمي، فکري او کلتوري او ټولنیزو برخو کې خدمات وړاندي کړي.

د ښاغلي مولوي ساجد تر وینا وروسته د عرفان بنسټ اداري “مولوي رحمت الله نړیوال” د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مننې وروسته د بنسټ منشور، موخې او مسئولیتونه ور وارول.

په پای کې د یاد بنسټ مشر مولوي سیف الاسلام خیبر د بنسټ پر محتوا، د رامنځته کولو پر لامل، د ټولنې پر ستونزو او حللارو وږغیدی، نوموړي وویل افغانستان په تیر شل کلن دور کې په فکري، اقتصادي، کلتوري، صحي، تعلیمي آن په هره لحاظ ځپل سوی دی، نو اړتیا وه چې یو داسې بنسټ رامنځ ته سي، چې افغانانو ته په هره برخه کې ځانګړي خدمات وړاندې کړي، په همدې موخه یې یاد بنسټ رامنځ ته کړی دی.

ښاغلي مولوي سیف الاسلام خیبر زیاته کړه چې عرفان بنسټ یو خپلواک اسلامي بنسټ دی، په هیڅ دولتي او غیر دولتي ګوند پورې تړاو نلري او نه د هغوی لخوا تمویلیږي، تر دې دمه یې ټول لګښتونه د بنسټ د غړو لخوا ترسره کیږي.

نوموړي هیواد کې دننه او له هیواده بهر تجارانو، عالمانو، د مکاتبو او پوهنتونو استاذانو، انجینرانو، ژورنالیستانو او رسنیو ږغ وکړ چې زموږ سره دي په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرسته وکړي، ترڅو خپله اسلامي او ملي وجیبه اداء کړي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.
یکشنبه ۱۴۰۰ هش ۲ عقرب

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x