ورزش

فوټبال: ریال مدرید برسلونا ته د ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د برسلونا او ریال مدرید فوټبال لوبډلو ترمنځ د الکلاسیکو سیالۍ د ریال مدرید په بریا پای ته ورسېده.

په هسپانوي لیګ کې لالیګا کې په لومړي وار د برسلونا او ریال مدرید لوبډلې مخامخ شوې چې د تېر په څیر یو ځل بیا ریال مدرید لوبډله بریالۍ شوه.

دغه لوبه چې د برسلونا په کوربه توب په کامپ نو لوبغالي کې ترسره شوه، ریال مدرید لوبډلې د ۲ ګولونو پر ۱ بریا راوړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې ریال مدرید لوبډلې د ډیویډ الابا په مرسته لومړی ګول راوړ، خو د برسلونا له لوري سرجینو ډیسټ او جیرارد پیکی اسانه فرصتونه ضایع کړل او په ګول راوړلو ونه توانېدل.

د دوهمې نیمایي په وروستیو دقیقو کې ریال مدرید دوهم ګول هم راوړ چې د بریا پخلی یې وکړ، خو برسلونا په ۹۷مه دقیقه کې په داسې حال کې ګول راوړ چې د لوبې وخت په ختمېدو و.

دا پرلپسې څلورم وار دی چې په تېرو دوه کلونو کې ریال مدرید برسلونا ته ماتې ورکوي.

په یادې بریا سره ریال مدرید لوبډله د لالیګا لیګ په جدول کې دوهم او برسلونا لوبډله ۹م مقام ته ښکته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x