
افغانستان
بهرنیو چارو وزارت تور لست څخه د طالبانو ويستلو په اړه د روسیې د ولسمشر څرګندونو هرکلى کړى
نن ټکى اسيا (دوشنبه، ٣لړم، ۱۴۰۰): د بهرنيو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه څرګندونو هرکلى کړى دى چې د طالبانو د مشرانو نومونه به له تور لست څخه وباسي.
څو ورځې وړاندې روسیې ولسمشر وويل چې روسيه به طالبان د “توندلارو سازمانونو” د لست څخه وباسي. روسيې په ٢٠٠٣ کال کې طالبانو تحریک د “تروریستي سازمان” په توګه اعلان کړى و خو په دې وروستيو څو کلونو کې يې د طالبانو د سياسي دفتر مشران دغه هيواد ته غونډو ته وربللي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر د دغه څرګندونو د هرکلي سره ويلي دي چې د جګړې فصل پای ته رسېدلی او نړیوال دې له افغانستان سره په خپلو اړیکو او تعامل کې مثبت بدلون راولي.
د بهرنیو چارو وزارت زياته کړې چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل پر بنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکي دى.