نړۍ

دترکیی اولس مشر ښاغلي اردګان طرابلس ته ورسیدي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۶) دسی.ان.ان نړیوالي خبري رسني خبرورکړي چي دترکیی اولس مشر ښاغلي اردګان چي دشمالي افریقي دځینو هیوادونو په سفروتلي نن ورځ دلیبیا پلازمیني طرابلس ته ورسیدي، له دی څخه مخکي چي ښاغلي اردګان وطرابلس ته رسیږي له نوموړي څخه یوه ورځ مخکي دبرطانیی اوفرانسي اولسمشران هم دليبیا پلازمیني طرابلس ته رسیدلي وو.

تیره ورځ دبرطانیی اولس مشر ډیویډ کامرون دفرانسی داولسمشر په ملګرتیا دلیبیا پلازمینی طرابلس ته ورسیدو چي دلیبیا دنوي اداري له لوري یی دطرابلس په نړیوال هوایی ډګرکی تود هرکلي وشو، وطرابلس ته له رسیدو څخه وروسته دواړو مشرانو دلیبیا له نويو چارواکوسره ولیدل اودلیبیا پرروانوحالاتویی رڼاواچوله، دواړو اولس مشرانو دلیبیا له نوی رامنځ ته شوی حکومت سره دهررنګه مرستو اوهمکاریو کلکه ژمنه وکړه.

ویل کیږي چي دترکیی اولسمشر ښاغلي اردګان  نن ورځ دلیبیا دملي انتقالي شورای له مشرمصطفی عبدالجلیل اوهمدارنګه دلیبیا دوزیرانو دشورای له ریس ښاغلي محمود جبریل سره وکتل او وروسته یی په طرابلس کی دجمعي لمونځ اداکړ له لمانځه څخه وروسته اردګان  په طرابلس کی له هغه مسجد څخه لیدنه وکړه کوم چي ویل کیږي دخلافت عثمانیه په دوران کي جوړشوی وو.

اردګان دټونس دهیواد له لیدلو څخه وروسته ولیبیا ته سفروکړ له دي څخه مخکي ښاغلي اردګان دمصرله هیواد څخه لیدنه کړی وه، ټونس هغه هیواد دي له کومه ځایه څڅه چی دعربي نړي دانقلابونو لړی راپیل شوی ده، ښاغلي اردګان له هغو درو سره هیوادونو څخه یوپه بل پسي لیدنه وکړه کوم چي دخلګو دملي پاڅونونو له کبله پکښي انقلابونه رامنځ ته شوی وو اوددرو سره هیوادونو پخواني اولسمشران یی دی ته اړیستل چی له واکه لاس په سرشي.

مصراوټونس هغه عربي هیوادونه دی چی اولسمشران یی د کورنیو پاڅونونه له کبله واک پریښودلو ته اړکړل شول، خودلیبیا هیواد له دواړو مصراوټونس څخه توپیر درلود په لیبیا کی اولس ونشوای کړای چی پخواني اولسمشر دي ته اړکړی ترڅو له واکه لاس به سرشي، بلکه دامریکی په ملګرتیا دناټو هیوادونو وسلوالو هوایی ځواکونو په دغه هیواد کي ښکاره مداخله وکړه اودقذافي وسلوال ځواکونه یی ترسختو هوایی بمباریو لاندی راوستل ترڅو قذافي دي ته اړکړل شي چی له واکه څڅه لاس په سرشي.

دبهرنیو ځواکونوپه موټ سره قذافي ته ماتي ورکړل شول اوپرلیبیا باندی دملي انتقالي شورای په نامه سره دډلي ځواکونوخپله ولکه ټینګه کړه چي تراوسه پوري لادهیواد په ځیني سیموکي وقذافي ته له وفادارو ځواکونوسره په جنګ اخته دي، اوقذافي تراوسه پوري ځان دلیبیا هیواد قانونی اولسمشر بولي اوپه لیبیا کی نوي رامنځ ته شوی اداري ته دیرغلګرو په سترګه ګوري.

دوی ورځي مخکي ښاغلي قذافي پرهیوادوالو باندی ږغ کړي وو، چي یرغلګروپه وړاندي دي په وسلوال جنګ لاس پوري کړی ورنه وروسته بی یی دذلت جامي په غاړه وي اونن یوځل بیا دقذافي ویاند له رسنیو سره په خبروکي وویل چی مخالفین دي زړه نه ښه کوي چي لیبیا کی نورجنګ ته دپای ټکی کیښودل شو، نوموړي زیاته کړه دلیبیا جنګ په یونه ختمیدونکي جنګ وي.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x