افغانستان

طلوع نيوز وايي تورخم کې يې خبريال وهل ټکول شوى دى

نن ټکى اسيا (دوشنبه، ٣لړم، ۱۴۰۰): طلوع نيوز خبري رسنۍ ادعا کوي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د تورخم په سيمه کې سرحدي ځواکونو د دوى همکار خبريال وهلى ټکولى دى.

طلوع نيوز د معلوماتو پر اساس صداقت غورځنګ ازاد خبريال دى چې د دوى سره هم همکاري لري او تورخم ته د روان وضعیت په اړه د راپور جوړونې په موخه تللى و.

صداقت غورځنګ طلوع نيوز ته ويلي دي چې سرحدي ځواکونو نه يواځې دا چې نوموړي يې وهلى ټکولى دى بلکې دده کامره او د خبریالۍ نور وسایل یې سیند ته اچولي او ګرځنډه ټلېفون یې هم ورمات کړی دی.

يادې خبري رسنۍ د غورځنګ له خولې نقل قول کړى چې «د تورخم له کمیسیارۍ سره له مرکې وروسته، د دغه کمیسیارۍ له یوه ساتونکي سره د رپوټ د چمتو کولو لپاره د تورخم دروازې ته څېرمه ولاړو. هلته له څه پرته د تورخم دروازې د ساتونکو له خوا ووهل شوم او همدارنګه وې ګواښلم، کمره او د خبریالۍ نور وسایل یې راته په سیند کې واچول او زه یې د څو دقیقو لپاره په کمیسیارۍ کې وساتلم او موبایل مې را ته مات کړ. تراوسه د کمرې په هکله مې کوم معلومات نشته.»

د طلوع نیوز مسوولینو له اړوندو بنسټونو غوښتنه کړې چې، دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

په تورخم کې سرحدي پوليس د طلوع نيوز خبريال د وهلو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د يوه لاريون پر مهال امنیتي ځواکونو د کورنيو خبريالانو په شمول بهرني خبريالان چې رسنيز پوښښ لپاره تللي وو، ووهل.

د اطلاعاتو و کلتور وزارت او د حکومت په لوړه کچه تکرارا د رسنيو څخه د ملاتړ ژمنې کړي دي خو په ټيټه کچه لا هم امنيتي ځواکونه له رسنيو سره پر  توند چلند ليدل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

عجب کار شوی دا د دیموکراسی بی حیا او نه شرمیدونکی لاسپوسی رسنی او گوداگیان لا هم د خپل نفاقی او ضد افغانی او ضد ملی ، ضد قومی او په توله کی ضد انسانی او ضد اسلامی افکارو ،نظریاتو ته تقویه او رشد ورکوی ، ددوی هر خبر د زهرو یا د بد تربور په شان وروسته او په پته عمل کوی ، دا رزیلان باید له وطنه وشرل شی ، او خپل عیسوی اسماعیلیه آغاخان دی ورچغه شی ، د دوی د لستونی مار توب تولو با شرفه افغانانو درک کری !

غمی،پښتین

جوړ تازه،
تورخم دواړه طرفه ای ایس ای فعالیت کوی.خامخا به د ای ایس ای د لاسه ډبول کیږی.بلکه سپک کیږی ،هم به ورک کیږی

محمد

په تورخم کې سیند چېرته دی چې د دې خبریال کامره یې وراچولې ده؟

طوطی

نو څنګه به نړیوال دوی په رسمیت وپیژنی؟

احمدشاه

الله د ورته په لاسونو برکت کړی چه دغه بی ادبه او غرب حپلې او اجیر خبریالانو ته یی سبق ورکړی
«چیرته چه دب نوی ادب نوی»

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x