افغانستان

پاسپورت رئیس: هغه کس مو ونيو چې په دفتر کې يې د ٢٥زره ډالر رشوت راته پيشنهاد کړ

نن ټکى اسيا (دوشنبه، ٣لړم، ۱۴۰۰): د پاسپورت رئیس عالم ګل حقاني وايي چې د دده په کاري دفتر کې ورته يو کس تېره اونۍ د پاسپورتونو د جوړولو په بدل کې د ٢٥زره ډالر رشوت پيشنهاد کړل چې ده لاس نيولي ونيول او عدلي او قضايي ارګانونو ته ېې معرفي کړل.

ښاغلي حقاني د هشت صبح په نوم ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي دي چې دوى هيچا ته ددې فرصت نه ورکوي چې کميشن کاري وکړي يا رشوت واخلي.

د حقاني په وينا دوى شاوخوا درې سوه کسان ګمارلي دي څو کميشن کاران معلوم کړي، چې دوى کې ځينې د عريضه ليکونکو سره دي او ځينې هوټلونو او دکانونو کې دي.

هغه زياته کړې چې څه موده وړاندې ورته  يو کس د عريضې د لاسلیک په بدل کې د دوه سوه ډالر رشوت پيشنهاد وکړ چې دوى ورسره بيا قانوني برخورد وکړ.

هشت صبح ته ځينو مراجعينو ويلي دي چې د پخوا په پرتله اوس غيرقانوني ډول د پاسپورت اخيستل ستونزمن شوي دي.

د پاسپورت رياست وايي چې حاضره تر پنځو مياشتو پورې د پاسپورت کتابچې لري او د څلور نيم ميليونه نوي پاسپورتونو د چاپ لپاره د ليتوانيا هيواد يو شرکت سره يې خبرې پيل کړي دي.

د پاسپورت رياست د نوي حکومت تر جوړيدو وروسته د تلې په ١٣مه بيا خدمات پيل کړل او تر دې دمه يې ٥٠زره پاسپورتونه ويشلي دي. د پاسپورت رياست وايي د پاسپورتونو له لارې په دغه موده کې ٢٥٠ ميليونه افغانۍ عايد لاس ته راوړى دى.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

اصلی ناکامی اوکامیابی دالله ج له طرفه ده که دغسی درشوت اخستومخ ونیول سی اوحقیقی قانون عملی سی هیڅکله به طالبان نسی ناکامه،هغه حکومت چه له دروغوډډه کوی،پروعده وفاکوی،دعدل پابندی کوی،دشاه اوګدا ترمنځ حقیقی مساوات کوی،هرچاته حریت ورکوی ،دمظلوم غم خوری،کرم اوسخاوت ولری داسی حکومت دملت پرزړومعنوی سلطه پیداکوی هیڅوک شکست نسی ورکولای داوود خان دغسی حکومت کاوۍ چه ډالرد ۹۰ -افغانیوڅخه ۲۹-افغانیوته راکښته سو په ملک کی د پنځوسوزرو مکتبوبنیاد کښیښود سوکه ترننه دده قانون عملی سوۍ وان افغانستان به ترسینګاپورهم پرمخ وای دعلمه سره چه دیانت نوی فضول دۍ په ټولومکتبوکی باید امانت اودیانت تدریس سی چه جامعه… نور لوستل »

عبدالرقیب

یو سوال کله کله راته پیدا سي چي هغه خلګ چي په مجموع کي د اسلامي تحریک د ایډیولوژي په رڼا کي جوړو سوو د تحریک د پلویانو لخوا په عموم کي منل سوو اصولو سره مخالفت څرګندوي، هغوئ په عین وخت کي د حقاني شبکې د مخکښو (یوه مشخصه کورنۍ او د هغه وفادارن) ټینګ ملاتړ هم کوي، دا ولي؟ که چيري دا یوه واهمه ثابته سي ډیر به ښه وي. اڅکزی صاحب څه دي پکي وویل؟

عبدالله مجید وردک

ماشاالله ، و ما توفیق اله بالله

عبدالرقیب

خود بې ردوې ګل عالمه! کورنۍ دي د پنجشیر د وسلو په قاچاق کي کافي اندازه ډالر ګټي. ته ۲۵۰۰۰ ډالرو ته څه اړتیا لرې؟ دا بېعقل څوک وو؟ په وزارت دفاع کي مو ټولي غلاوي میدان ته راوځي بېغمه اوسئ. سیکولر انقلاب درباندي راروان دی. که مو علماء په دفاع کي ودریدل دا ۳۹ ملیونه ولس به د مسجد محراب او منبر د تل لپاره پر حرام کړي

طوطی

دا نو ماشاالله شا او خو ۲.۵ مییلونه ډالر عواید جمع شوی که د ګمرکاتو عواید هم په درسته بڼه درسره شی نو د حکومتی کارمندان معاشونه به لدی ورسته نه ځنډول کیږی.

طوطی

الله خبر چی کوم بیچاره به یی برابر کړی وی د خپلی چوکی د محافظت په خاطر.

ملا جانان

بې چاره به هغه مهال وي چي سزا وویني، طوطو میا! عبدالرسول دي نه دی په یاد (وروسته چي د عبدالرب رسول سیاف په نوم و پیژندل سو). د سیاسي اعدام لاندي راغلو او اعدام سوو په نوملړ کي یې نوم وو، بیا هم تر ننه پوري ژوندی دی. په افغانستان کي انصاف (سزا او جزاء) سته خو عدالت (د سزا او جزاء اصولي عملي کیدنه) نسته. دلته یو شمیرغیر الله خلګو په خدایي نیولي او په اقتدار کي یې د الله تعالی ج سره شریکان کړي دي. دلته هغه مجرم خپله شرعي سزا ویني چي دا شریکان دهغه په… نور لوستل »

Sayed

د اعدام په مسايلو کې طالبان او هر حکومت بايد له احتياطه کار واخلي چې دا نور دېر عوامل هم لري. دويم دا چې د حکومت مشروعيت له په ملي او بين المللي کچه د رسميت پېژندني ستونزه لري چې دا د له شرعي اړخ سره سره په سياسي کچه هم نيمګړی دی، نو د اعدام او سختو سزا ورکونه کې لکه د بدن غړي پرې کول به له حقوقي او هم له شرعي پلوه درست نه وي. فلهذا ښه به دا وي چې له احتياط څخه کار واخېستل شي. ولاتقتلوا النفس التي حرم الله الا بالحق د رشوت په… نور لوستل »

ملا جانان

په اسلامي ټولنه کي د اسلامي شریعت او حدودو د نفاذ د ځنډولو تر ټولو ښه حربه د شرعي امیر ټاکنه ځنډول دي. ټول حدود د شرعي امیر لخوا پلي کیږي. چي شرعي امیر نه وي نو ټوله دولتي اداره نامشروع وي او هر څه د ولس د فرعي کتلاتو (فرقو) د دلالانو او نامشروع چارواکو تر منځ د جوړجاړي د لاري پر مخ ځي. د حضرت علي رض او اهل بیت رض د شهادت وروسته څخه تر ننه پوري دا ډرامه شورع ده، چي لا به تر کومه ادامه ولري؟ ټول به خطاباسو، خو خدای پاک ج به څنګه… نور لوستل »

سلیم الله

عجبه ده چي د پاسپورټ جوړولو ته دومره روپۍ رشوت ور کوي، لکه دوی چې بېخي روپۍ تر کار زیاتي لري‍عالم ګل صاحبه لږ یې ترتیب ور برابروه

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x