ورزش

افغانستان به نړیوال جام کې نن د سکاټلینډ سره مخامخ شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن افغانستان د خپل سیال سکاټلینډ سره مخامخ کیږي.

د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد نبي وړمه ورځ په یوه خبري کنفرانس کې یادونه وکړه چې بشپړ چمتو والی یې نېولی او هرې لوبډلې ته د سخت سیال په نظر ګوري.

سکاټلینډ که څه هم د افغانستان پر وړاندې د پام وړ تاریخ نه لري، خو د نړیوال جام په لومړي پړاو کې یې په زړه پورې کارکردګي ښودلې چې سخت ثابتېدلی شي.

یادې لوبډلې د لومړي پړاو په دریو لوبو کې خپل مخالفین مات کړل، تر ټولو ستره بریا یې د بنګلادیش پر وړاندې وه، هغه لوبډله چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې یې سترې لوبډلې ماتې کړې.

باید وویل شي چې سکاټلینډ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه لري، دغه راز په دغه ګروپ کې نمیبیا لوبډله هم ده چې بشپړ غړیتوب نه لري.

افغانستان په نړیوال جام کې یوازینۍ بریا هم د سکاټلینډ پر وړاندې خپله کړې ده، دغه لوبه د ۲۰۱۵م کال شل اوریز نړیوال جام کې ترسره شوې وه.

د افغانستان او سکاټلینډ ترمنځ سیالي د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ده چې د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېل کیږي.

د افغانستان لوبډلې لپاره پياوړې نکته سوکه توپ اچونه او د توپ وهنې پېلیز لوبغاړي دي، خو د سکاټلینډ پرلپسې بریاوې ممکن افغان لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې سکاټلینډ او افغانستان په ۶ نړیوالو سیالیو کې مخامخ شوي چې افغانستان ټولو لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي.

د سکاټلینډ پر وړاندې د افغانستان یوولس کسیزه ممکنه لوبډله:

محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدران، اصغر افغان، محمد نبي (لوبډلمشر)، کریم جنت، ګلبدین نائب، مجیب ځدران او نوین الحق.

په تمریناتي لوبه کې د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حمید حسن ژوبل شوی و چې ممکن د سکاټلینډ پر وړاندې کینول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x