افغانستان

ذبیح الله مجاهد او درې مرستیالان یې معرفي شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه درې مرستیالان په ارګ کې خپلو همکارانو ته په رسمي توګه ورپېژندل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې مطلب په خپرولو سره ویلي، چې مفتي انعام الله حبیبي، مولوي احمدالله وثیق او مولوي اسدالله یې مرستیالان دي:

د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي احمدالله وثیق
مولوي احمدالله وثیق

«ذبیح الله مجاهد د‌ اسلامي امارت مرکزي وياند او د هغه درې تنه مرستيالان محترم مفتي صاحب انعام الله حبیبي سمنګاني، محترم مولوي صاحب احمدالله وثيق او محترم مولوي صاحب اسدالله(بلال کريمي) د ارګ په ماڼۍ کې خپلو همکارانو او پرسونل ته ور معرفي شول.»

مولوي اسدالله(بلال کریمي)
مولوي اسدالله(بلال کریمي)

نوموړی زیاتوي له دې وروسته به د هغه درې ګوني مرستیالان په رسنیو کې رسما د اسلامي امارت دریځ څخه استازیتوب کوي.

مفتي انعام الله حبیبي سمنګاني
مفتي انعام الله حبیبي سمنګاني

ذبیح الله مجاهد او د هغه درې ګوني مرستیالان په رسنیز ډګر کې د کلونو کاري تجربې ترڅنګ له رسنیو سره د ښې همکارۍ سابقه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دې خبر ته دې د اسلامي امارت مسئولین جدي پاملرنه وکړي: تاند:( دوشنبه، د ليندۍ درېیمه) ‏د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کلیو او پراختیا وزارت د برنامو مرستیال پوپل حبیبي له طالبانو غوښتي، چې د نړیوال بانک له لوري د ملي دسترخوان د تمویلیدونکي پروګرام لسګونه میلیونه ډالره پاتې پیسې په تدبیر سره ترلاسه او د بېوزلۍ د مقابلې لپاره ووېشي. نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې په کابل کې د ولږې له لاسه د ۸ ماشومانو مرګ ټکان ورکونکی دی او که طالبان دا وضعیت همداسې وساتي دا شمیره به ډیر زر له تصور څخه… نور لوستل »

احمد شاه

سبحان الله
الله د په خپلو چارو کی کامیابه او سر لوړه لری

غ.حضرت

ښاغلی ذ.مجائید ته په نوی کور ( ارګ ) کی د سکونت په مناسبت د ۲۳۱ £ په ارزښت مبارکی وایم البته ددې مبارکۍ ویلو په بدل کی ترې غواړم چی دا حقیقت ومنی: د سلو روانو کلونو په اوږدو کی د انګرېز او فری ماسونری د تشکیلاتو او شوروی لخوا په ” ارګ ” کی تور او سره او زرغونه کاږه واږه موجودات کښېنول سوی او هر یو ئې د ” تفرعن او تکبر ” په وازګه کی ځان ایسار کړئ ؤ خو د ” ارګ ” اکسیجن د هر مزدور فرعون ” رګ ” او وینه د ”… نور لوستل »

طوطی

بیا هم د ملایان مقرری خو دا ځلی دا دری واړه ملایان ما ته درست او په زړه پوری سړی دی. که زه وای نو یوه ښه تکړه ښځه می ځان سره مرستیاله مقرره وله څه پروا یی کوله په حجاب کی به یی کار کاوو.

ښځه چی خپله و نغواړی او سړی نه خواهش د څه بدو ونکړی فکر نکوم چی سړی به دومره بی وجدانه وی چی ښځی ته په بده سترګه وګوری هو مګر چی خپله فاحش وی او د نا جایزه مور او پلار څخه پیدا شوی وی.

عبدالله مجید وردک

دیر خه کار وشو ، چی لا اقل یو کس د هر شی او هر وخت د پاره د یوه مملکت چی سلویخت ملیونه نفوس لری او د یوه نظام ویاندویی دیر سخت او د دیر فشار باعث گرزی او په دیرو اهمو مسایلو پسی دقیق نشی گرزیدلای ، دا چی موءمنین سره هم غگی وی د رب تعالی یو خاص حکمت دی او نعمت !

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x