د امت لويان

شیخ عز الدين القسام وپیژنئ ( دویمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

شیخ عزالدین القسام په فلسطین کې

په سوریه کې د شیخ عزالدين القسام رحمه الله ژوند سخت شو او په کال 1920م کې یې فلسطین ته مخه کړه، څو هلته د برتانويانو او صهیونستانو پر ضد مقاومت پیل کړي، دی په فلسطین کې د (حیفا) په تاریخي ښار کې میشت شو، او د استقلال په نوم جومات کې یې عام درسونه پیل کړل دا درسونه به عادة له فرض لمنځونو وروسته و په دې درسونو کې د ده ځانګړې توجه د اشغالګرو برتانويانو او صهیونستانو پر ضد جهاد ته وه، دا راز له دیني موضوعاتو او د الله لورته دعوت په موضوعاتو به یې هم خلک خبرول شیخ عزالدین القسام لکه څرنګه چې یو مجاهد عالم و داراز یو دعوتګر او د الله لورته بلونکی عالم هم و.

د رښتیني دیني عالم او داعي له پاره ترټولو دا مهمه ده چې پرته له کوم دنیوي مصلحته د مسلمانانو دیني اړتیاو او د وخت مهمو موضوعاتو ته ډیر متوجه وي، هغه مهال اسلامي او عربي هیوادونه برتانوي، فرانسوي او ایټالوي اشغالګرو لاندي کړي وو، او په فلسطین کې د صهیونسانو ودانول روان وو نو ځکه د شیخ عزالدین القسام رحمه الله اولویات هم د اشغال پر خلاف جهاد ته د خلکو تیارول او په فلسطین کې د یهودو د ودانولو مخنیوی کول و، څرنګه چې د ده دعوت او جهاد ته د خلکو تیارول ډیر په تیزي سره روان و او ده په خلکو کې خورا زیات محبوبیت هم پیدا کړی و نو څو ځله برتانویانو هغه د پوښتنو او ګرویږنو له پاره هم ورغوښتی و خو په خلکو کې د زیات محبوبیت لامله هغوی ونکړی شوی هغه بندي کړي. ویل کیږي په حیفا کې د انګریزانو د فوځي کنډک مشر یو وخت ده ته وویل: ای شیخه موږ خبریږو چې ته زموږ پر ضد ګرم فعالیتونه کوې او ډیر فعال یې ، هغه مهال انګریزانو علماء نه پرېښودل چې دا ډول فعالیتونه وکړي نو شیخ عزالدین القسام رحمه الله په ډیر جرات سره له جیبه قرانکریم ورته را وایست او ورته ویې ویل: زموږ دا ستر کتاب موږ ته د جهاد امر کوي او د دې مخالفت موږ نشو کولی.

د مسلمانو ځوانانو د ټولنې تأسیس

څرنګه چې شیخ عزالدین القسام رحمه الله د وخت په تیریدلو سره په خلکو کې پراخه محبوبیت پیدا کړ او ګڼ شمیر ملګري او شاګردان یې وروزل نو ده او د ده یوه نږدې ملګري رشید الحاج ابراهیم په کال 1928م کې د جمعیة الشبان المسلمین په نوم یو ګوند تأسيس کړ، په حیفا او د فلسطین په نورو ښارونو کې یې خپل ګوند ته د مجاهدینو او ملګرو تیارول پیل کړل او خورا زیات ځوانان یې له ځان سره یوځای کړل، که څه هم د دې ګوند ابتدایي کار په کال 1925م کې پیل شوی و خو جهادي فعالیتونه یې په کال 1929م کې پیل کړل، څرنګه چې دی د حیفا ښار په استقلال جومات کې خطیب و ویل کیږي د خپل ګوند له پاره د افرادو د راجلبولو طریقه یې داوه چې په لمونځ کوونکو کې به یې کتل څوک به چې د لمانځه پابند و او په مخ کې به یې د تقوا نښې لیدل کیدلي نو هغه کس به یې خپل مجلس ته ور وغوښت له هغه سره به یې لیدنه وکړه او په فلسطین کې به یې د جهاد په اهمیت خبرې ورسره وکړې دا لیدنې به تکرار شوې او د خپل ګوند په اړه به یې خبره ورسره شریکه کړه . په دې توګه به یې خلک خپل ګوند ته راجلبول بیا به یې پنځه کسیزه ډلې جوړولې، د هغو به یو مشر و او دوی به پټ فعالیتونه کول او وروسته یې دا ډلې نه کسیزه کړې .

د شیخ عزالدین القسام وروستۍ خطبه

ویل کیږي په حیفا کې د استقلال په جومات کې یې په وروستۍ خطبه کې خلکو ته دا ایت شریف تلاوت او تفسیر کړ:” ألا تقاتلون قوما نكثوا إيمانهم وهمّوا بإخراج الرسول وهم بدؤوكم أول مرة . أتخشونهم فالله أحق أن تخشوه إن كنتم مؤمنين” (التوبة 13-14) ” دا وروستۍ خطبه یې په داسي حالت کې اوروله چې په غږ کې یې شور او هیبت و، په سترګو کې یې د درد او غم نښې ښکاریدلې خلکو ته یې وویل: لقد علمتكم أمور دينكم، حتى صار كل واحد منكم عالما بها، وعلمتكم أمور وطنكم حتى وجب عليكم الجهاد، ألا هل بلغت؟ اللهم فاشهد: فإلى الجهاد أيها المسلمون، إلى الجهاد أيها المسلمون . یعني ای خلکو ما تاسو په دیني مسائلو پوه کړئ تر پوري چې هر یو عالم وګرځیدلی، تاسو مي ستاسو د وطن په حالت هم پوه کړئ نو په تاسو جهاد فرض شو، ایا ما تاسو ته دا خبرې ندي رسولې دي؟ ای الله ته شاهد اوسه چې دوی ته ما دا خبرې رسولې دي، نو ای مسلمانانو راځئ جهاد ته او راځئ جهاد ته .

په دې خبرو سره ناستو ډیر زیات ی وژړل له خطبې وروسته یې د هغه لاسونه ښکلول او ټولو په یوه اواز ورته وویل چې موږ ټول د الله په لاره کې د جهاد له پاره تیار یو، د ورځې په پای کې د برتانوي حکومت پولیس د ده د نیولو له پاره راغلل خو شیخ عزالدین القسام رحمه الله له خپل کور او کلیوالو خدای پاماني اخیستې وه او له خپلو نږدې ملګرو سره غرونو ته د جهاد له پاره تللی و. ویل کیږي د ا ستقلال د جامع جومات مخته چې کوم موټر ده ته ولاړ و او دی په کې سپور شو هغه موټر بیا چا د حیفا په ښار کې ونه لید.
د شیخ د شهادت پیښه
شيخ عزالدین القسام رحمه الله له خپلو ملګرو سره له حیفا نه د یعبد نومي ښار په لور روان شو، په ده پسي د برتانویانو جاسوسان و تر څو یې د ده ځای معلوم کړ او حکومت ته یې خبر ورساوه، او دی د یعبد په ځنګلونو کې په دې نیټه 20/11/1935م د برتانوي ځواکونو له خوا محاصره شو، برتانوي قومندان یې په چورلکه کې په سر ګرځیدی او شاو خوا دوه سوه کسانو دی محاصره کړی و دا برتانوي ځواک له اجیرو عربو پولیسو او انګریزانو نه تشکیل شوی و، کله چې شیخ عزالدین القسام پوه شو چې محاصره کیدونکی دی خپلو ملګرو ته یې دوه خبرې وکړې یوه دا چې کوم ملګری باید خیانت ونکړي ځکه د خاین وینه تویه ول بیا دوی ته رواده او بل دا چې په عربو پولیسو باید په هیڅ صورت ډزې ونکړل شي بلکي یواځي انګریزان باید په نښه کړل شي، اخیر جګړه پیل شوه او دا جګړه په خوځښت کوونکي ډول روانه وه، دا سهار وختي پیل شوي جګړه د غرمرې تر لسو بجو پوري روانه وه له شیخ رحمه الله سره توپک او توپنګچه دواړه و او په نوبت سره یې دواړه کارول، بلاخر دا جګړه د شیخ او د ده د دوو ملګرو په شهادت پای ته ورسیدله.

شیخ عزالدین القسام رحمه الله په سوریه او فلسطین کې د جهاد رمز بلل کیږي په دې سیمو کې د برتانویانو، فرانسویانو او ایټالویانو پر ضد د جهاد مؤسس او بنسټګر بلل کیږي، په ځانګړې توګه په فلسطین کې د فرنګي اشغال پر ضد لومړی مجاهد مشر شیخ عزالدین القسام دی چې خلک یې د هغوی پر ضد جهاد ته تیار کړل او داراز په فلسطینیانو کې د یهودو پرضد د جهاد روح هم ده پوکلې ده او تر ننه پورې د (کتائب عزالدین القسام) په نوم حرکت کوي هسي خو په فلسطین کې د الفتح ګوند هم پوره سابقه لري خو هغوی تل له یهودو سره سازشونه کړي دي او نن په فلسطین کې یواځي د حماس ډله جهادي فعالیت لري. الله دي د دوی او د ټولو رښتینیو مجاهدینو ساتندوی او مرستندوی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

حامد صیب تاسو ته د تیر اختر مبارکي وایم د شیخ عزالدین قسام رحمه الله باره کی می ستاسو دوهمی لیکنی ته بی صبرانه انتظار ویسته دیره مننه چی دا بختور سړی مو مونږ ته معرفی کړ یوه وړه ملاحظه هم شریکوم د لیکنی اخیر کی ویل شوي چی عزالدین قسام د محاصری په وخت مجاهدینو ته دوه خبری وکړی اول: خیانت به نه کوی دوهم: عرب پولیس به نه په نښه کوی اول خبره یی سل په سلو پر ځای ده دوهمه خبره چی ویلي یی دي عرب پولیس به نه په نښه کوی دلته لږ وضاحت ته اړتیا… نور لوستل »

مهاجر زاهدزاده فراه رودی

یقینا دلیکنی دویمی برخی ته می ډیر له زغمه وتلی انتظاروایست چه کله به می کمپیوټرچالان کړنولومړی به می ددی لیکنی پسی وکتل یوه پوښتنه چه ډیره می ورته سوداده هغه داده چه دحماس مجاهدین اوشهیدعزالدین قسام رحمه الله سنی ؤ که شیعه اکثرخلک داپوښتنه مطرح چه دحماس مجاهدین سنیان دی که شیعه که معلومات راسره شریک کړی مننه به مووی

hamedafg

محترم غور بندي صاحب تاسو ته هم سلامونه او مبارکي وایم.

hamedafg

او غوربندي صاحب ستاسو د خبرې په اړه باید ووایم چې یوځای مي ولیدل چې دا عرب پولیس په دې نه و خبر چې دوی د شیخ القسام پرضد جنګول کیږي بلکي دوی ته انګریزانو دروغ ویلي و او بله کومه بهانه یې ورته کړې وه.

او فراهرودي صاحب شیخ عزالدين القسام هیڅکله شیعه نه و بلکي هغه سني و او د حماس مجاهدین هم د اهل سنت څخه دي البته له ایران سره سیاسي اړیکي لري.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x