
شعـــــرونه
زما دلبر/ نومير
فدامحمد نومير
په حسينو کې حسين زما دلبر دی
خوږ تر شاتو او ګبين زما دلبر دی
لمر سپوږمۍ یې د ښايست څخه مخ پټ کړی
څومره ښکلی سور او سپين زما دلبر دی
شين ګنبد هم د خضرا ورسره خوند کا
شنو جامو کې نازنين زما دلبر دی
که په حسن کې صفت د يوسف کيږې
په خوبانو کې ثمين زما دلبر دی
مصريان نه رسي زما د يار ښايست ته
په يثريب کې ماه جبين زما دلبر دی
انس و جن ته رهنمأ را ليږل سوی
د هر چا خوله کې امين زما دلبر دی
پرې راوړی جبرائيل اخير کتاب دی
نازولی په ياسين زما دلبر دی
نبوت د انبياؤ پرې شو ختم
هم اول هم اخرين زما دلبر دی
رب ستايلی دی په خلق عظيم باندې
حسن و خلق باندې تزيين زما دلبر دی
د نومير مال او ځان ترينه قربان سه
بې مثاله بهترين زما دلبر دی
متحده ايالات، کلفورنيا