افغانستان

ننګرهار کې جلا پېښو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې د چاودنو او هدفي وژنو پېښو کې لږ تر لږه ۴ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو سله والو نن سهار د بهسودو ولسوالۍ مقام خان سیمه کې د مفتي سعیدالله په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی او تښتېدلي دي.

ددې ترڅنګ په د جلال آباد ښار اتمې ناحیې په «قاسم آباد» سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر دوه پرلپسې چاودنې شوي، چې د چارواکو په خبره یو نظامي او یو ملکي کس په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، د دواړو پېښو په اړه یې پلټنې پيل کړي او هڅه کوي د پېښو عاملین پیدا او ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx