ادبي لیکني

د شهيد انعام الله انعام رحمه الله د شهادت خاطره/ څلورمه برخه

م رضوان الله فيضاني

لکه څنګه چې شهيد انعام الله انعام تقبله الله تعالی، روان انقلاب په خپلو جـ ـهادي او حماسي زمزمو ګرم ساتلی و او په ژوند يې نوم لر او بر لږېدۀ، خلک يې له غږ او نوم سره اشنا و، نو مرګ او شهادت يې هم همداسې د نه منلو خبره وه، په ساعت کې دننه دننه يې د ګران هېواد سربېره په لرې لرې ملکونو کې د شهادت اواز خپور او خلک خبر شول …

بېرته د کيسې منځ ته لږ ورګرځو !!!
فوځيانو زمونږ مشر ورور د اسيرانو په ډله کې بېولی و،
هغه د انعام الله له شهادت څخه بيخي خبر هم نه و، په تهاڼه کې بندي و، کله چې د انعام الله د شهادت خبره يقيني شوه، نو د کمپ يو تن مشر چې د ډېرې غټې کورنۍ مربوط غړی هم و، نوم اخيستل يې مناسب نه بولم، ورپسې تهاڼې ته ورغلی و.
سړی حيران پاتې شي!!! دغه مشر يو عجيب دردونکی کار کړی و، د نورو اسيرانو په منځ کې يې زمونږ ورور ته غږ کړی و چې تۀ راووځه، نورو بنديانو ته يې ويلي و چې تاسو مه خفه کېږئ، تاسو پسې هم راځو او خلاصوو مو، خو دا کس ځکه اوس بيايم چې د دۀ کشر ورور انعام الله په شهادت رسېدلی دی …
زمونږ ورور نور پر ځان نه و پوه شوی، هغو نورو اسيرانو ويل : چې له خولې څخه يې بې اختياره چيغه ووتۀ مونږ هم ورسره غير اختياري چيغې کړې، وای له تاڼې څخه يې همداسې ښپې يبله منډې کړې، تر ډېره حده يې پر سرک ښپې يبله منډې وهلې، بيا همدغه مشر په موټر کې له وروسته ورپسې ورغلی و او له ځان سره يې پورته کړی و،
کور ته په داسې حالت کې راغی چې حواسو او دماغو يې
بيخي کار نه کاوۀ.

د جنازې د لمونځ تر ادا کولو څخه وروسته يې ماخوستن مهال شهيد بېرته کور ته راووړ، خو د ملګرو په مشوره مو له همسايه کره کېښود، ځکه چې زنانه ورته ځورېدې …
ډېره د غم شپه وه، يو عجيب نه ټکورېدونکی درد و، پر کمپ باندې د يو ستر وحشت او بربريت تياره خوره وه، چوپه چپتيا وه، د بيا ځل عملياتو اوازه هم وه، نور مېلمانه رخصت شول، يواځې يو څو تنه ملګري، چې حالات هم اضطراري او نازک و بيا هم له مونږ سره پاتې شول، دوی ويل :
دا خو د انعام الله آخرينۍ شپه ده، که هر څنګه وي مونږ دا شپه همدلته له دۀ سره تېروو.

په پاتې شويو کسانو کې يو تن زمونږ ډېر نيږدې او قدرمن ملګری، خوږ ژبی، حماسي او تکړه شاعر، نامتو او جيد عالم،
مولوي صاحب سميع الله ايوبي تقبله الله تعالی هم و، چې انعام الله يې ډېر نعتونه او ترانې هم زمزمه کړي دي، بل ملګری مو شهيد حافظ محمد هارون تقبله الله و، نور کسان مې هېر دي …
شهيد ايوبي صاحب يې د تابوت تر څنګ کېناست، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، په غريو نيولي غږ يې وويل :
دۀ خو هغه يوه ترانه هو به هو لکه چې د خپل ځان لپاره ويلې ده، د ترانې الفاظ په لاندې ډول و :

طالب په وينو رنګ دی او که لال د بدخشان دی
په خړ تابوت کې ايښی
له دې دنيا روان دی په خړ تابوت کې ايښی …

په دغه وخت کې انعام الله هم په خړپړ تابوت کې ايښی و.

نيمه شپه شوه ملګرو راته وويل چې لاړ شه لږ ويده شه، سبا ته دې اوږد مزل په مخکې دی، نو ما يې هم خبره ومنله او خپل کور ته لاړم، مورکۍ ته مې وويل: تاسو ژړا او فرياد لږ بس کړئ، چې زه يو څه خوب وکړم سبا ته مې اوږد مزل په مخکې دی، هغوی هم په مړ ژواندي حالت کې خبره راسره ومنله.
په لږ زنډ کې په دروند خوب ويده شوی وم، ځکه چې ټوله ورځ مې په منډو ترړو او ولاړه تېره کړې وه، يو وخت مې نا اشنا دردونکي غږونه تر غوږونو شول، نيم ويښ نيم ويده وم، دغو دردونکو غږونو مې حواس بې کنتروله کړل، په ځای کې راکېناستم ومې کتل چې انعام الله يې د همسايه له کوره زمونږ مورکۍ او نورو زنانه و ته د وروستي ديدن لپاره راوړی دی، زما تر څنګ يې تابوت ايښی و، ځان مې برابر کړ او ولاړ شوم، دغه داسې عجيبه سحنه او حالت و چې زه يې بيخي کيفيت نشم بيانولی، د زنانه و ژړا او فرياد مې بيخي له زغمه ووت، زما لپاره په دغې ټوله خاطره کې دردونکی او حيرانونکی ځای همدا دی، او تر مرګه به مې هېر نشي …

انعام الله په تابوت کې پروت و، جنتي رنګ يې خپل کړی و، زنانه و د (الوداع) او (په مخه دې ښه شه) غږونه ورته کول، لاسونه يې په تابوت پورې سرېښ و او مونږ تابوت ترېنه پورته کړ.

الله ﷻ شاهد دی چې همدا اوس د خاطرې ليکلو پر وخت مې هم ستونی راډک شو، زړه مې درد وکړ او له سترګو څخه مې بې اختياره اوښکې وبهېدې.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x