نړۍ

خلیلزاد: امريکا جګړه بايلله، ځکه يې د خبرو لاره غوره کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ايالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، امريکا د افغانستان جګړه بایلله او له همدې امله يې د سولې او خبرو لاره د بديل په توګه غوره کړه.

خلیلزاد د امريکا له «سي بي ايس» ټلويزون سره د مرکې پر مهال ویلي، امريکايي ځواکونو غوښتل، چې د جګړې په ډګر کې پياوړي شي، خو د ډېرو هڅو سربېره يې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د خليلزاد په وينا «امريکايي چارواکي پوهېدل، چې جګړه موږ نه شو ګټلی، وخت هم زموږ په ګټه نه و او په لنډ تنګ وخت کې غوره دا وه، د سولې او هوکړې لاره غوره کړو.»

نوموړي پر پخواني تښتېدلي ولسمشر اشرف غني هم تور پورې کړ، چې د خپلې تېښتې له امله يې د افغانستان امنيتي او دفاعي سيسټم ويجاړ کړ.

اشرف غني له خپلې تېښتې څو ورځې وروسته ويلي و، چې د جګړې او وېنې توېدو د مخنيوي لپاره يې له کابله پښې سپکې کړې، خو خلیلزاد وايي، که هغه په خپله خبره کې رښتينی وای، نو بايد څو مياشتې مخکې يې دا کار کړی وای.

خلیلزاد زياته کړې، چې امريکا د القاعدې په ماتولو کې بريالۍ وه، خو د ديموکراسۍ په پلي کولو کې پاتې راغله.

د امريکا دغه پخواني ډيپلوماټ او سر مرکچي منلې، چې د افغانستان اسلامي امارت له امريکا سره شوي تړون ته ژمن دی او سرغړونه يې نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x