شعـــــرونه

درنو مشرانو!!!/ فيضاني

م. رضوان الله فیضاني

پام به ډير کوئ مشرانو چې په ياد مو شهيدان وي
هسې نه چې په محشر کې د دوی لاس ستاسو ګرېوان وي

ارمانونه ورپوره کړئ د شهيدو فدايانو
په مادياتو دوکه نشئ فکر سوچ به مو هر آن وي

کونډې، بورې، يتيمان او مظلومان درنه هېر نشي
د دوی آه او فريادونه تندرونه د اسمان وي

چې ضائع درځنې نشي بيت المال سره احتياط کړئ
که خيانت درځنې وشو بيابه نوی امتحان وي

شل کلن مقاومت کې چې ولاړ مو کلک تر څنګ وو
د حجرې خړپړ غازيان به تر هر چا پر تاسو ګران وي

بيا د امن زېري راوړئ کړيدلي خوار ولس ته
ستاسو بيلګه به ولس ته د رحمت ښکلی باران وي

ټول کنډر کنډر هېواد مو ښه په مينه بيا اباد کړئ
دا شهيد شهيد وطن دې په اسلام باندې ودان وي

رب مو وساته ګلانو د خزان سپېرو بادو نه
(فيضاني) مو د برياوو دعاګوی په هر زمان وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x