افغانستان

ملګري ملتونه: نږدې ۲۱ مليونه افغانان د خوراک له سخت کمښت سره مخ کېدای شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که د ژمي له رارسېدو مخکې افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې ونه شي، داسې اندېښنې شته، چې نږدې ۲۱ ميليونه افغانان د خوراک له کمښت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوراک سازمان «ډبليو ايف پي» خبرداری ورکړی، چې د افغانستان نيمايي نفوس نږدې ۲۲ اعشاريه اته ميليونه افغانان د خوراک له کمښت سره مخ دي، چې له دوو ميليونو زيات يې ماشومان دي.

د ډبليو ايف پي اجرائيه مدير ډيويډ بياسلې ويلي: «افغانستان له ستر او ناوړه بشري ناورين سره مخ دی او موږ يوې خطرناکې غميزې ته ډېر نږدې يو او که بېړنۍ بشري مرستې ونه شي، نو زموږ له لاسه به ډېرې ويجاړۍ رامنځته شي.»

د ډيويډ بیاسلې په وينا افغانستان د نړۍ يو هغه هېواد دی، چې تر ټولو ستر بشري بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان هم په خپل رپوټ کې ویلي، چې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې کوچنيان له لوږې مري او په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۴ ميليونه ماشومان په لوږه شپې ورځې تېروي.

د اګسټ په پنځلسمه، چې د کابل ادارې پخواني مشر اشرف غني له هېواده وتښتېده، رژيم يې نسکور شو او اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، نو د افغانستان اقتصادي وضعيت ډېر کمزوری و.

د پخواني حکومت ډېره تکيه پر بهرنيو مرستو وه او د اسلامي امارت د حاکميت په لومړیو ورځو کې امريکا د افغانستان نږدې لس ميليارده ډالر کنګل کړل.

افغان حکومت له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغو پيسو د خلاصون غوښتنه کوي او پر نړيوالو غږ کوي، چې په دې ترينګلي وضعيت کې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

افغان چارواکي وايي، امريکا او نړيواله بايد بشري مرستې له سياسي اړيکو سره ونه تړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تصویر ته وګوری ټول د پښتنو اولاد ده چی د کافرو زړه پری سوځی، لوڅی پښې، لوڅ سرونه، چاودې لاسونه دا د اسلام او د پښتون آینده نسل دی. دا امارتی پښتون نسل دی چی د یوی مړی ډوډی په خاطر هر څه منی چی و یی کړی. دا ناتوانه نسل به څه خدمت وکړای شی آینده اسلام ته؟ د اسلام نسل مو تباه کړ لږ له الله څخه وډار شی. سر تنبګی پریږدی دنیا سره تعامل وکړی نه صحت لرو نه اقتصاد زه به داسی اسلام څه کړل چی لاسونه مو هر کفر او یهود د ګدایی وږد کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x