افغانستانورزش

افغانستان سکاټلینډ ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې سکاټلینډ ته د سوپر ۱۲ پړاو په لومړۍ لوبه کې د ۱۳۰ منډو په توپیر ریکاډي ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې سکاټلینډ ته د ۱۹۱ منډو هدف ټاکلی و، ددوی له لوري نجیب ځدران ۵۹، رحمان الله ګربز ۴۶ او حضرت ځاځي ۴۴ زیاتې منډې وکړې.

په ځواب کې مجیب الرحمن د سکاټلینډ توپ وهونکي یو په بل پسې وسوځول، چې وروسته یې راشد خان ملتیا وکړه او سکاټلینډ ټولې ۶۰ منډې جوړې کړې او لس لوبغاړي ېې وسوځېدل.

مجیب الرحمن په خپلو ۴ اورونو کې د ۲۰ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشد خان د ۹ منډو په بدل کې ۴ ویکټې واخیستې. پاتې یوه ویکټه نوین الحق خپله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټولو د کرکیټ مینه والو ته دی مبارک وی که څوک پر کرکیټ پوهیږی او یا لکه ما نه پوهیږی هغوی ته دی هم مبارک وی. هغه ملایان چی کرکیټ حرام بولی هغوی ته دی هم مبارک وی.

طوطی

ما فکر کاوو چی اوس به څومره تبصری وی د کریکیټ د بریا په خاطر، د ریس الوزا مبارکی به وی، د طالب مشرانو غږونه به وی خو دوی داسی چپ دی ته به وایی چی اسکاتلیند د دوی پیر دی چی افغانانو ته یی بایللی ده. پاکستانی مشران ګوری تر سهاره پوری تلویزنونو ته ناست وی چی ځوانان یی بریا راوړی بیا د خوشحالی میلی او سندری وایی. دا غم درونه، او ضعیفو طالبانو څخه به څه جوړ شی فوټبال دوی حرام بولی، کریکیټ د دوی نه خوشیږی خلاصه به نه د دین شی او نه د …

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x