افغانستان

شوکت میرضایوف د ازبکستان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د ازبکستان اوسني ولسمشر شوکت میرضایوف ددغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو کې د کابو اتیا سلنه رایو په ګټلو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی دی.

د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې د ټاکنو ملي کمیسیون د رایو له شمېرلو وروسته شوکت میرضایوف د ننیو ټاکنو ګټونکی بللی. په ورته مهال د ازبکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د یو شمېر هېوادونو مشرانو ښاغلي میرضایوف ته په ټاکنو کې د بریا له امله د مبارکۍ تیلیفوني پیغامونه ورلیږلي دي.

د ټاکنو کمیسیون د شمېرو له مخې د ازبکستان لیبرال دیموکرات ګوند ۸۰.۱ سلنه، د ازبکستان د خلق دیموکراتیک ګوند ۶.۶ سلنه، د ازبکستان د یموکرات ګوند ۵.۵ سلنه، د «اکو» ګوند نوماند ۴.۱ سلنه او د ازبکستان د سوسیال دیموکرات ګوند نوماند ۳.۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د ازبکستان یو شمېر ښارونو کې د شوکت میرضایوف پلویانو د خوښۍ جشنونه هم نمانځلي دي.

پرون د یکشنبې او نن د دوشنبې په ورځ د ازبکستان د لیبرال دیموکرات ګوند نوماند شوکت میرضایوف په ګډون د پنځو ګوندونو ترمنځ د ولسمشرۍ ټاکنو سیالۍ ترسره شوې، چې بیاهم اوسنی ولسمشر ددې ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت میرضایوف ددغه دویم ولسمشر دی چې د ټاکنو په څو  دورونو کې بریالی شوی دی.

ازبکستان د افغانستان له شمالي ګاونډیو څخه یو مهم هېواد بلل کیږي، چې له افغانستان سره یې په مختلفو برخو کې د همکاریو سربیره اوس له افغانستان سره په ګډه د ترمذ ـ پېښور د ریل پټلۍ د جوړولو لومړنۍ هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x