افغانستان

پاکستان یوځل بیا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له امریکايي استازي سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي خان د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې په اقلیمي چارو کې د امریکا د استازي جان کیري سره لیدلي او په اړونده موضوعاتو یې خبرې اترې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې عمران خان د افغانستان د اقتصاد له پاشل کېدو څخه د مخنیوي په لارو چارو او د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ پر بیرته خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه راز د افغانستان له نوي حکومت سره راکړه ورکړه او د افغانانو مالي او اقتصادي سرچینو آزادول مهم بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ازبکستان او پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنې کړې وې؛ خو لاهم دغو غوښتنو مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت راهیسې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني کنګل کړې ده، د کومې له امله چې د پخواني دولت څخه پاتې ۵۰۰ زره دولتي مامورین د تنخواوو د نه ورکړې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

ددې ترڅنګ عام ولس او سوداګر هم د بانکونو د بندېدو له امله اغیزمن شوي او په بازارونو کې د اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې هم پورته شوې دي.

امریکا بیا وايي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني نه آزادوي؛ خو له افغانانو سره بشري مرستې جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه؛
همدا کنګل شوی نهه ملیارد دالرو ته پاکستان وږی سترګی نیولی دی.که پاکستان کمک او مرسته له افغانستان سره کولای نو ولی یی تورخم او سپین بولدک لاری یی زمونګ په تازه میوی بندی کړی ،چه ټولی خوسا شوی؟
له یوی خوا لابی ګری کوی،او له بلی خووا یی لاری په افغان ولس تړی دی

Hakim

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دا چې پاکستاني چارواکي د افغانستان کنګل شوې پيسې آزادول غواړي، ښه خبره ده. پاکستان که واقعا له افغانانو سره زړه سوى لري، نو لمړى دې جرات وکړي دا نوى حکومت دې په رسميت و پيژني، تر څو نور هيوادونه هم همت وکړي، همدا راز پاکستان بايد خپلې پولې د افغانانو په مخ خلاصې کړي تر څو مظلوم افغانان خپل ناروغان د تداوى په هيله دې هيواد ته وليږي او همدا راز د افغانستان د توليداتو د صادرولو خنډ ونګرځي.
مننه
عبدالحسيب حکيم

طوطی

دومره د طالبانو له غمه مړه یی نو ولی یی په رسمیت نه پیژنی؟

عبدالمصور

مه کوی داسی داسه حال دی نور الله ته ځان وسپاری بنده به سه وی او داد به یی سه وی له ژفکرکو ل پکاردی

نعیم جان میلمه

عمران د چا زوی دی چی نړیوالی ټولنی غواړی چی دافغانستان کنګل شوی پیسی خوشی کړی دوی دي هډی نه ورکړی ، دوې دي دروازی دافغانستان دتوکو پروړاندی خلاصي کړي ترڅو له خوسا کیدو بچ شي

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x