نړۍ

د ترکيې په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ؛ اردګان د لسو سفیرانو د شړلو څخه لاس په سر شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان وروسته له هغې د لسو لویدیځو هیوادونو د سفیرانو د شړلو څخه لاس په سر شو چې دغه هیوادونو د ترکیې په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکړ.

درې ورځې وړاندې ولسمشر اردګان بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې  په ترکیه کې د امریکا، جرمني، کانډا، دنمارک، فینلنډ، نیدرلینډ، نیوزیلنډ، ناروی او سویډن هیوادونو سفیران «نامطلوب اشخاص» اعلان او له ترکیې وشړي. دغو سفیرانو  په یوه شریکه نادره بیانیه کې د ترکیې له حکومت غوښتي وو چې په دغه هیواد کې بندي مدني فعال عثمان کوالا خوشې کړي.

اردګان پرون دوشنبه (لړم ۳مه) د دغو سفیرانو د شړلو څخه وروسته له هغې لاس په سر شو چې د امریکا په شمول څو هیوادونو تازه بیانيې ورکړې چې د ديپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون احترام کوي. دغه کنوانسیون (معاهده) مادې له ديپلوماتانو غواړي چې د کوربه هیوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

اردګان ویلي چې نوې بیانیه ښيي چې یاد هیوادونه د ترکیې خلاف توهین څخه لاس پر سر شوي دي‎ او دغه هیوادونه به تر دې وروسته ډير محتاط وي.

هغه زیاته کړې چې ترکیې قضا له بل چا احکام نه اخلي نه د چا تر قوماندې لاندې ده. د اردګان په وینا  د دوی موخه د بحران جوړول نه؛ بلکې د ترکیې د قوانینو، عزت، ګټو او خپلواکو حقونو ساتنه وه.

د سفارتونو عکس العمل  

د عثمان کوالا د خوشې کولو د بیانیې تر صادریدو او د ولسمشر اردګان له خوا د ترکيې څخه د شړلو تر امر وروسته ۸ سفارتونو بېرته نوې بیانيې ورکړې چې د اردګان له خوا یې هرکلی شوی دی.

د امریکا سفارت پر خپل ټویټر لیکلي دي چې امریکا د ديپلوماتیک اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون ۴۱مه مادې مطابق عمل کوي.

کاناډا، نیدرلینډ او نیوزیلینډ هم ورته پيغامونه نشر کړي او ناروی، سویډن، ډنمارک او فیلنډ د امریکا پيغام په ټویټر باندې بیا نشر (ريټویټ) کړی دی. جرمني او فرانسې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د ديپلوماتیک اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون ۴۱مې مادې له مخې ديپلوماتان د مصوونیتونو د تر لاسه کولو وروسته د دې وجیبه لري چې د کوربه هیواد د قوانینو احترام وکړي او په داخلي چارو کې یې لاسوهنه ونه کړي. همدا راز په کوربه هیواد کې ديپلوماتیک استازولي (سفارت، قونسلګري) باید یواځې د هغه اهدافو لپاره استفاده شي چې په یاد کنوانسیون او نورو نړیوالو قوانینو کې ذکر شوي دي.

د بحران لامل

د ترکیې او لویدیځو تر منځ تازه ديپلوماتیک بحران د عثمان کوالا پر سر راپيدا شوی دی. عثمان کوالا  د ۲۰۱۷ز کال راهېسې په ترکیه کې بندي دی. هغه د بشري او مدني حقونو فعالی دی.  پر کوالا  تور دی چې  د ۲۰۱۳ تظاهرات یې تمویل کړي او د ۲۰۱۶ز کال کودتا کې یې لاس درلود.

عثمان کوالا

عثمان کوالا که څه هم په ترکیه کې د غربي هیوادونو لپاره د بشري او مدني حقونو یو سمبول دی خو ترکیې حکومت نوموړي ته د یوه مجرم په سترګه چې په بغاوتونو او کودتا کې لاس لري ګوري.

د کوالا قضیه د اروپا بشري حقونو په محکمه کې روانه وه او یادې محکمې په ۲۰۱۹ کې د هغه د خوشې کیدو امر کړی دی خو ترکي محاکمو د اروپايي محکمې د حکم د تعمیل څخه انکار کړی دی.

همدا راز د ترکيې ابتدايي محکمې نوموړی د ۲۰۱۳ مظاهرو د تمویل په تور نوموړی خوشې کړ خو وروسته د ۲۰۱۶ز کال د ناکامې کودتا په تور حکومت  بیا ونیو.

د ترکيې استیناف محکمې د ابتدايي محکمې د خوشې کېدو حکم هم رد کړی دی. نوموړی حاضره په محکمه کې د دوه مختلفو جرمونو په اتهام محاکمه کیږي.

د ترکيې د قوانینو له مخې عثمان کوالا باندې که یاد اتهامات ثابت شي او محکمه يې مجرم وپيژني نو په ابدي حبس محکومیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x