ورزش

سکاټلینډ ته ستره ماتې، افغانستان د ګروپ نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې د شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلینډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه، چې په دې سره یې د ګروپ نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه.

د افغانستان پېلیز توپ وهونکو او سوکه توپ اچونکو د نړیوالو د تمې سره سم په زړه پورې کارکردګي وښوده، او په لومړنۍ لوبه کې یې بشپړ ریکاډونه په خپل نوم کړل.

د سکاټلینډ پر وړاندې د افغان لوبډلې دغې سترې بریا هغو لوبډلو ته هم د خطر زنګ وواهه چې په راتلونکي کې د افغانستان سره په یوه ګروپ کې سیالۍ لري.

په راتلونکې لوبه کې افغان لوبډله د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د پاکستان سره مخامخ کیږي.

د پاکستان پخواني کرکټ لوبغاړو او مبصرینو په وینا، افغان لوبډله د خپلو پېلیز چټک توپ وهونکو او د درې نړیوال سوکه توپ اچونکو په وسیله کولی شي د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

افغان لوبډله چې تر ډیره یې تکیه په سوکه توپ اچونکو (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن) ده، د عربي اماراتو په لوبغالو پخه تجربه هم لري.

د سکاټلینډ پر وړاندې لوبه کې افغان توپ وهونکو په زړه پورې کارکردګي وښوده او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۰ منډې جوړې کړې. محمد شهزاد ۲۲، حضرت ځاځي ۴۴، رحمان الله ګربز ۴۶ او نجیب ځدران ۵۹ چټکې منډې وکړې.

ددې سربېره په توپ اچونه کې مجیب الرحمن د سکاټلینډ پنځه لوبغاړي چې په یوه اور کې درې و، وسوځول، دا د نوموړي په شل اوریز جام کې لومړۍ لوبه وه، ورسره یې راشد خان په زړه پورې ملتیا وکړه او ۴ ویکټې واخیستې. دوی د سکاټلینډ ټوله لوبډله په لسو اورونو کې په ۶۰ منډو وسوځوله.

له لوبې وړاندې داسې وړاندوینه کېدله چې سکاټلینډ د افغانستان سره مساوي لوبډله ده، خو د لوبې د پېل سره سم دا ادعا ناسمه ثابته شوه او افغانستان پر سکاټلینډ برلاسی و. افغان لوبغاړو ثابته کړه چې دوی د نورو لوبډلو لپاره څومره ګواښ پېښولی شي.

که افغان لوبډله په خپل ګروپ کې د نمیبیا ترڅنګ د پاکستان، هندوستان او نیوزیلاند څخه یوې لوبډلې ته ماتې ورکړي، دوی کولی شي په خپل غوره (نیټ رن ریټ) نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

سکاټلینډ هغه لوبډله ده چې د شل اوریز نړیوال جام په غوراوي پړاو کې د بنګلادیش په ګډون خپل درې سیالان په ستر توپیر مات کړل، خو د افغان لوبډلې پر وړاندې یې د کارکردګۍ هیڅ څرک نه لیدل کېده.

په یادې بریا سره افغان لوبډله په خپل جدول کې اوسمهال لومړی مقام خپل کړی او د منډو کچه (رن ریټ) یې ۵.۵۶ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x