افغانستان

دکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون رئیس وټاکل شو

سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو وزارت دکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون د نوي رئیس په توګه ټاکلی دی.

لوړو زده کړو وزارت یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې دکتور اسامه عزیز به نن-سبا کې کابل ریاست ته معرفي شي.

دکتور اسامه عزیز د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی او د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو او قانون له پوهنځي يې لسانس کړی دی. هغه د همدې پوهنتون څخه په اسلامي تجارتي قوانینو کې ماستري او په فقه و قانون کې دکتورا کړې ده.

ښاغلی اسامه څو کاله په اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون سربېره ‎د الفجر انستیتوت په حقوقو پوهنځي کې هم استادي کړې ده.
تر دې وړاندې محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون سرپرست رئیس و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا بیا یوه مسلکی ګمارنه ده ګرچه تجربه یی کمه ده.

غوربندی

ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پوهنتون د ریاست لپاره وړ او خورا اهل دی،، مننه چې دا کار مو د ددې کار اهل ته وسپاره.

له الله تعالی نه ورته توفیق غواړم تر څو په ښه توګه دغې مهمې عهدې ته اوږه ورکړي،، د پوهنتون محیط له ډلبازیو او سیاسي انشعاباتو پرېمینځي او په متحده، دینی اخلاقی او ملی روحیې سره وړ کدرونه د هېواد خدمت ته وړاندې کړي.

عزیز صاحبان چې څومره زه پېژنم ډېر اخلاقي، باتمکینه، با وقاره، خواږه او درانه خلک دي،، او د خدای لپاره مې ډېر ښه ایسي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x