نړۍ

د سعودي د استخباراتو پخوانی افسر: بن سلمان د پخواني پاچا عبدالله د وژلو وړانديز کړی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د سعودي د استخباراتو يوه پخواني لوړپوړي افسر ویلي، د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د خپل پلار له پاچا کېدو يو کال وړاندې د هغه مهال پاچا او خپل تره عبدالله بن عبدالعزيز د وژلو وړانديز کړی و.

د استخباراتو دغه پخوانی افسر سعد الجبري اوسمهال په کاناډا کې ژوند کوي، له «سي بي ايس» امريکايي ټلويزون سره د مرکې پر مهال ویلي، چې شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۴ کال کې په ډېر فخر سره ويلي و، دی کولای شي، پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د يوې زهرجنې ګوتمې په مرسته ووژني او خپل پلار سلمان بن عبدالعزيز د پاچاهۍ پر تخت کېنوي.

سعد الجبري په خپلې مرکې کې شهزاده محمد بن سلمان يو «رواني ناروغ، قاتل، د سعودي ولس او امريکا او ټولې نړۍ ته يو ګواښ بللی دی.»

د استخباراتو دغه پخوانی افسر وايي، د پاچا عبدالله د ژوند او پاچاهۍ په وروستيو وختونو کې د شاهي کورنۍ تر منځ جنجالونه زيات شوي وو، هغه مهال محمد بن سلمان د وخت د کورنيو چارو وزير شهزداد محمد بن نايف ته وړاندیز کړی و، چې دی کولای شي، پاچا عبدالله ووژني.

د سعد الجبري په وينا که څه هم هغه مهال دغه ستونزه په شاهي کورنۍ کې دننه د خبرو اترو له لارې حل شوه، خو دی د بن سلمان د هغو خبرو ويډويي ريکارډ لري.

د سعودي حکومت د سعد الجبري خبرو ته غبرګون ښوولی او هغه يې «يو درواغجن او بې باوره افسر بللی، چې تل جنجالونو او لانجو ته لمن وهي.»

د سعودي پخوانی پاچا عبدالله بن عبدالعزيز په ۲۰۱۵ کال کې د سږو او سينه بغل د ناروغۍ له امله ومړ او پر ځای يې د هغه کشر ورور سلمان بن عبدالعزيز پاچا اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x