افغانستان

افغانستان او چین له یو بل سره د همکاریو په دوام ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل):  د افغانستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي او د همکاریو په دوام يې ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزرات له خوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي په مشرۍ پلاوي سره خبرې کړي.

د خبرپاڼې له مخې افغانستان او چین په دیپلوماتیکي اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له افغانستان سره د چین بشري مرستې او افغان زده‌کوونکو ته په چین کې د لوړو زده‌کړو د فرصتونو ایجاد او په ټوله کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر فرصتونو او ننګونو خبرې کړي دي.

متقي په دغه کتنه کې له چینايي لوري غوښتي دي چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي او له افغانستان څخه چین ته د ونیکس ماربل، قیمتي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، پستېو اینجي او په ځانګړې ډول د جلغوزو صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز  چین بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د چین په ګډون د هېڅ هېواد پرخلاف نه کارول کېږي.

د خبرپاڼې له مخې د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان پر همکارۍ او تفاهم ولاړ متوازن بهرنی سیاست لري او چین د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. د متقي په باور د افغانستان له ثبات څخه د چین په ګډون ټوله سیمه ګټمنېږي.

په دغه کتنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې چین به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو پر بنسټ کار وکړي او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه زیاته کړه چې، چین  د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، د افغانستان ملاتړ کوي چې د پراختیا لپاره خپله لار په خپله وټاکي.

په دغه ناست کې چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه وکړه چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا په موخه کې به په راتلونکي کي هم ګډې ناستې کوي او ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عكاشه

داکوم اسلام او عقل دی چه تاته دا اجازه درکوی چه چنایانو سره دوستی کووه
ولی تاته د چینانو وروڼو حال معلوم ندی
خو معلومیږی داچه د ستاسو او ددوی عقیده یوه ده
رب دی درسره ډیر په جلت حساب وکړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x