ورزش

د سویلي افریقا له لوري پر لوبغاړو د زنګون کېښودو اجباري کول، ډي کاک لوبه پریښوده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د سویلي افریقا لوبډلې مخکښ ویکټ ساتونکي او توپ وهونکي کوینټن ډي کاک په داسې حال کې لوبډله پریښوده چې سویلي افریقا پر لوبغاړو د زنګون کیښودل اجباري کړل.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ له لوبې وړاندې ویلي وو چې هر لوبغاړی له لوبې پېلېدو وړاندې هرو مرو د نژادي تبعیض یا توکمپالنې پر ضد زنګون کیږدي.

پر زنګانه کیناستل په نړۍ کې د تورپوستو په ملاتړ د نژادي تبعیض پرخلاف غږ اوچتول دي چې اوسمهال د نړۍ په شاوخوا کې په ځانګړي ډول د سپورتي فعالیت له پېلېدو وړاندې د یوې دقیقې لپاره ترسره کیږي.South Africa players at the ICC Men's T20 World Cup

د سویلي افریقا لوبغاړي ډي کاک د استرالیا او سویلي افریقا پر وړاندې د شل اوریز نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو په لومړۍ لوبه کې د نورو لوبغاړو په خلاف د زنګون کیښودو انکار وکړ او همداسې ولاړ پاتې شو.

د استرالیا او سویلي افریقا لوبډلو له لوري د ډي کاک پریکړه د سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه چې په پایله کې د سویلي افریقا کرکټ بورډ پر لوبغاړو په متحد ډول د زنګون کیښودل اجباري کړل.

ډي کاک چې لا هم د یادې پریکړې د اجباري کېدو سره مخالف و، نن د سه شنبې په ورځ یې د ویسټ انډيز پر وړاندې د نه لوبېدو پریکړه وکړه.

ډي کاک په داسې حال کې د نه لوبېدو پریکړه وکړه چې دواړه لوبډلې اعلان شوې وې او له پچې ویشتلو وروسته د اداري فشار سربېره ډي کاک له دغه کار څخه انکار وکړ او بالاخره یې لوبه پریښوده.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ډي کاک د یاد مخالفت له کبله په لوبه کې نه دی شامل شوی او په دې تړاو به له بشپړ راپور وروسته پریکړه کوي.

ډي کاک له دې وړاندې د روان کال په پېل کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د ټیسټ سیالیو پرمهال هم له زنګون کیښودو انکار کړی و، هغه په دلیل کې څرګنده کړې وه چې دا دده شخصي نظر دی او هیڅوک په ژوند کې مجبور نه دی چې څه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x