نړۍ

عمران خان بالاخره د پاکستان د استخباراتو د مشر ټاکنې وړانديز تاييد کړ

نن ټکى اسيا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پاکستان د استخباراتو (آى ايس آى) د مشر د تقرر وړاندېز بالاخره تاييد کړ.

ډګر جنرال نديم انجم چې تر دې وړاندې د کراچۍ د قول اردو قومندان و به د نومبر له ٢٠مې خپله دنده پيل کړي.

د ډګر جنرال نديم وړاندې بريدجنرال فيض حميد د پاکستان د استخباراتو مشر و چې اوس د پېښور د قول اردو قومندان ټاکل شوى دى.

پاکستان پوځ شاوخوا درې اونۍ وړاندې (اکتوبر ٦مه) د ډګرجنرال نديم انجم د پاکستان د استخباراتو د مشر په توګه وټاکلو خو عمران خان د نوموړي د مقررۍ وړانديز د لاسليکولو څخه ډډه وکړه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې عمران خان د فيض حميد د لرې کولو سره مخالف و او په وينا يې جنرال فيض حميد بايد په دغسې حساس وخت کې نه وى لرې شوى.

د پاکستان د اطلاعاتو و کلتور وزير فواد چودري ويلي وو چې د د استخباراتو د مشر د ټاکنې صلاحیت د لومړي وزير سره دى.

د پاکستان د قوانینو له مخې د پاکستان استخبارات د دفاع وزارت لاندې فدرالي اداره ده او د مشر تقرر يې د لومړي وزیر صلاحیت دى.

په پاکستان کې مروج اصول دادي چې د استخباراتو مشرۍ لپاره درې هغه کسانو وړاندېز چې پر شرایطو برابر وي لومړي وزير ته ليږل کيږي او هغه له دغو درې پيشنهاد شوو کاندیدانو څخه يو د استخباراتو د رئیس په توګه ټاکي.

د جنرال نديم انجم په تقرر کې د پاکستان پوځ ياد مروج اصول نه و مراعات کړي او د نوموړي د ټاکنې خبر يې ورکړ.

پاکستاني رسنيو هغه مهال داسې راپورونه هم ورکړل چې د پوځ او ملکي حکومت تر منځ د استخباراتو د مشر د ټاکنې پر سر اختلافات راڅرګند شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

دغه حیره خو کت مت د مصر دیکتاتور خبیث سې سې ته ورته ده
د یهودو ګوداګیان په حیرو کی هم یو بل ته ورته دې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x