ورزش

امو لوبډله د غازي امان الله خان جام پايلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د امو زون لوبډله د غازي امان الله خان جام پايلوبې ته لار وموندله.

د غازي امان الله خان جام ليست اې سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه کې امو لوبډلې د بند امير لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووتله.

په نيمه پايلوبه کې لومړی د امو زون لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې سيال لوبډلې ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
ددوی له لوري عبد المالک په زړه پورې سليزه ووهله او په ۱۴۹ توپونو يې ۱۳۷ منډې جوړې کړې. دغه راز عمران علي هم ۵۹ منډې وکړې.

د بند امير له لوري نجات مسعود په ۳ ويکټو اخيستلو غوره توپ اچونکی شو.

د هدف په تعقيب کې بند امير لوبډلې ښه پېل ونکړ او زبيد اکبړي په لومړيو کې خپله ويکټه له لاسه ورکړه، وروسته د امرالله رفيقي، ضياء الحق او نثار وحدت له لوريو نيمه سليزو يادې لوبډلې ته بريا ورنکړه.

دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو په ۴۸.۳ اورونو کې ۲۶۰ منډې وکړې او د ۳۱ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

د امو لوري په توپ اچونه کې عبد الواسع په زړه پورې توپ اچونه وکړه او ۵ ويکټې يې واخيستې.

په دې سره د امو لوبډله د غازي امان الله خان جام ۲۰۲۱م کال ليست اې سياليو پايلوبې ته لاره وموندله،چې د راتلونکي جمعې په ورځ به د مس عينک او يا هم د بست لوبډلې سره پايلوبه کې مخامخ کيږي.

دوهمه نیمه پایلوبه د مس عینک او بست لوبډلو ترمنځ سبا سهار ۹ بجې:May be an image of 2 people and text

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x