ورزش

د کرکټ بورډ پخواني مشر فرهان یوسفزي ټویټ ته د لوبغاړو جالب ځوابونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر فرهان یوسفزي په خپله ټویټر پاڼه د سکاټلینډ پر وړاندې د بریا کریډټ اخیستلو لپاره ټویټ کړی چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هغه ته په زړه پورې ځوابونه ورکړي دي.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې افغان لوبډله ونه توانېدله د فرهان یوسفزي په مشرۍ کې د سترو لوبډلو سره سیالۍ برابرې کړي، او نه هم لوبغاړو ځانګړي تمرینات ترسره کړي دي، خو د کرکټ بورډ مشر وایي چې افغان لوبډله باید پایلوبې ته لار ومومي ځکه چې بشپړ یو کال یې تمرینات ترسره کړي دي.

هغه دغه راز په خپل ټویټ کې د پاکستان کرکټ بورډ مینش کړی او هغوی ته یې اخطار ورکړی دی «ځان تیار کړه».

د فرهان یوسفزي د یاد ټویټ په ځواب کې د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي نجیب ځدران لیکلي «سهي ده بیخي سهي ده». دغه جمله په وروستیو کې په داسې حال کې د خلکو پر خوله راغله چې یو کس د دروغو ویلو کوښښ کوي، خو په ځواب کې یې د نه منلو لپاره دغه جمله د ټوکې په ډول کارول کیږي.

دغه راز د ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکي نوین الحق د فرهان یوسفزي په ځواب کې لیکلي: «هو کنه پوره دوه کاله دې په کورو کې پرې تیاری وکړو».

نوین الحق ته په ځواب کې یو ځل بیا فرهان یوسفزي لیکلي چې «تاسې زما له امله تندرست او فټ یاست چې ما پر لوبغاړو اړین ګرځولي وو، د شیطانانو خبرو ته غوږ مه نیسه، ته یو ستوری یې او د افغانستان لپاره وځلیږه».

د فرهان یوسفزي په یاد ټویټ کې تر ټولو جالبه داده چې د کرکټ او لوبغاړو مینوالو د نجیب ځدران او نوین الحق ملاتړ کړی او فرهان یوسفزی یې یو خاین یاد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x