ټولنیزه برخه

بې فکره ليکل او ويل مه کوئ

م رضوان الله فيضاني

پوره سوچ او فکر کوئ، د خبرو او ليکلو عواقب او آينده هم سنجوئ، د “کرام الکاتبين” په لاس هر څه درپسې ليکل کيږي، رب العاملين به د ذرې ذرې حساب او کتاب درسره کوي.

خپل مطلب ته راځم، همدا اوس اوس مې په فيسبوک کې د کرکټ په اړه د يو مولوي صاحب ليکنه ولوسته…

هغه خپل نظر او تحليل په مؤدبانه انداز کې ليکلی و، خو ځينو نا اهلو او جاهلانو، ورته په کمنټونو داسې څه ليکلي و چې د اسلاميت او انسانيت ټول حدود يې تر پښو لاندې کړي وو…

د د يني عالم توهين کول د کفر سبب او موجب ګرځي!!!

نو افسوس د ځينو هغو خلکو په حال، چې نه د چا شخصيت ته ګوري، نه د خپل آخرت فکر ورسره وي او نه د حساب او کتاب ورځ ورپه ياد وي …
کيدای شي ځيني خلک، د يوۀ ناروا او بې ځايه کمنټ کولو په وجه خپل ځان د جهنم وړ او مستحق وګرځوي.

(اللهم اهدنا الصراط المستقيم)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

,Jazakallahu Taa’la Taa’la Katheran Katheran
It’s a good advice. Thank you so much for it.
May Allah reward you for it.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x