نړۍ

انګولا: د فوځي الوتکي د رالویدلو په پيښه کې ۱۷ تنه ووژل شول

نن ټکی آسیا: د انګولا یوه سیمه ایز اژانس خبر ورکړ چي تیره ورځ د انګولا په ښار هامبو کې یوه فوځي هلیکوپتر په هوايي ډګر کې را ولوېدی، چي له کبله يې د ۱۷ تنه مړه شول.

د انګولا فوځي چارواکو خبر ورکړ چي په دغه ۱۷ تنو کې ۱۱ فوځي افسران او ۳ جنرالان وه، او پاته ۶ تنه ولسي وګړي وه، چي په هغو کې دوې میرمني او دوه ماشومان وه.

ددې تر مخه خبرونو ویل چي په الوتکه کې ۳۶ تنه سپرلي وه، چي ۳۰ تنه يې مړه شول.

فوځي چارواکو ویلي چي دوی د پيښي په اړه پلټني پیل کړي دي، او ژر به يې بشپړي پایلي نشر ته وسپاري.

د همبو ښار د انګولا د پلازمیني لونډا سره جنوب ختیځ خواته ۵۵۰ کیلومتره فاصله لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x