نړۍ

امریکا له حماس نه د اسرایيلي عسکر د سمدستې پرېښودلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا(شنبه،زمري۱۱مه،۱۳۹۳ل):د امریکا ولسمشر بارک اوباما په فلسطین کې د حماس له جهادي ډلې نه وغوښتل،چې د جمعې په ورځ نیول شوی اسرائیلي عسکر  دې په غیر مشروط ډول ژر تر ژره خوشي کړي.

 سپينه ماڼۍ وايي، چي حماس باید سمدستي او له قید او شرطه پرته هغه اسرائیلي عسکر خوشي کړي چي پرون د جمعې په ورځ د دوی نظامي مبارزینو نیولی دی.

اوباما وویل چې که اسرائیل او نړیواله ټولنه په دې باور ونه لري چې حماس دې د حملو په بندولو کې خپلې وعدې پرځای کړي، نو دابه ډیره سخته وي چې اوربند دې بیرته نافذ کړای شي.

 اوباما دا په تکرار وویل چي اسرائیل دا حق لري چې د حماس د راکټي حملو دفاع وکړي، مگر هغه د فلسطین د ملکي وگړو وژل زړه دردونکي وبلل او ویې ویل چې د هغوی د ساتنې او حفاظت لپاره باید هرڅه وشي.

نوموړي پر حماس باندې د اوربند د ماتولو تور پورې کړ. ده وویل، چې حماس له اوربند یوازې ۹۰ دقیقې وروسته دوه اسرائیلي عسکر وژلي او یو یې ژوندی یرغمل کړی.

بل پلو بیا حماس هغه راپورونه رد کړي، چې اوربند دوی مات کړی او ګوندي اسرائیلي عسکر دې یې هم له اوربند وروسته نیولی وي.د حماس د سیاسي دفتر مرستیال وايي چې دا عسکر (ادیر ګولډرن) نومیږي او د جمعې په ورځ له اوربند څخه یو نیم ساعت وړاندې د سهار په (۶:۳۰) بجې نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې همداراز وویل، چې د غزې ناورین مایوسه کړی، خو بیا یې هم په خپلو څرګندونو کې په ډاګه له اسرائیلو دفاع کوله.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه هم پر دې اعتراف کوي، چې په غزه کې د اسرائیلو له یرغل را په دې خوا کابو اتیا سلنه مرګ-ژوبله او نور زیانونه ملکي وګړو ته اوښتي، خو د امریکا ولسمشر د حماس او غزې له تلفاتو نه په صرف نظر یوازې د اسرائیلو مرګ-ژوبله د نه زغم وړ وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

لعنت او مرګ دی پر اوباما او د هغه پر ټولو ملګرو وی دا څونده ظالمان او بي وجدانه دی خذلهم الله تعالی خذلانا کبیرا

سیف اللہ منصور

مرګ دی وي په اوبامه اود اوبامه په ټولي که هغه ددنیا په هر ځاۍ کی وي

فيضي

دقدر ور دوستانو الله ج فرما اي چي يهود او نصارا به
تر هغو ستاسو دوستان نسي مگر ددوي دين مو منلي وي
وس داسي دير بيغيرته وتن اوايمان پلورنكي سته چي مومين
مسلمانان گرم اويا اي هم دكفارو لاس پوسي بولي دمسال په توگه
لكه طالبان يا داعش چي منافقان اي د كفارو دسيسي بولي اومومينو مجاهدينو
ته دشك په سترگه گوري وس به وگورو چي ١٢٠٠ماشمان سياسرو شهادت داسرايلو حق
او داسرايلي افسر ازاديده داباما حق سو

سمسورافغان

کفرټول یوملت دی اودازموږ عقیده ده اوباما به خوددحماس اسلامی مقامت تروریستان بولی ځکه چې یرغلګر وژنی اوله خپلې خاورې دفاع کوي خوافسوس صد افسوس دمسلمانانو خصوصاداسلامی ملکو نودعیاشوپادشاهانوپه حال چې دخپلو وروڼو په تباهی خوند اخلی نپوهیږم کله به ددوئ وینه په جوش رازی تاسې وګورئ که دنړی په هغه بل سرکې دکفارو ۱۶۰۰ چرګان دکوم مسلمان لخوا په دومره وحشت وژل شوي وای نن به په نړی کې څه حال وئ ترڅو چې مسلما نان متحد نشی خدای مکړه تردې به دسختو ورزو انتظاربه باسو.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx