نړۍ

تهران سبا د افغانستان په اړه د مهمې غونډې کوربه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): سبا ته د ایران پلازمېنې تهران د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د مهمې غونډې کوربه دی.

په کابل کې د ایران سفارت ويلي، په دغه ناسته کې به هڅه وشي، چې د افغانستان او سيمې مسائلو په اړه ځانګړی پرېکړه ليک خپور شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده ويلي، په دغه ناسته کې به د افغانستان سياسي، اقتصادي، امنيتي او د ټول شموله حکومت په اړه هم خبرې اترې وشي.

سره له دې، چې دغه ناسته د ایران په کوربه‌توب جوړيږي، خو مشري به يې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي کوي او پرانيستونکې وینا به ورته د ایران ولسمشر کوي.

د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنيو چارو وزیران به په دې ناسته کې حضوري او د چين او روسيې د بهرنيو چارو وزیران به انلاين ګډون کوي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده ويلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګويتریش به هم دغې غونډې ته خپل پيغام ولېږي.

د افغانستان اسلامي امارت مسؤولينو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو افغان حکومت هيله‌من دی، چې دغه ناسته به د افغانستان د خير او سوکالۍ پر لور يو مهم ګام وي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: «زموږ ګاونډيان له موږ سره نه شلېدونکې اړيکې لري، ګاونډي هېوادونه بايد له افغانستان سره ډيپلوماټيکو، سوداګريزو او اقتصادي اړيکو ته وده ورکړي.»

د تهران سبانۍ غونډه د افغانستان په اړه د مسکو له ناستې يوه اونۍ وروسته جوړيږي.

د مسکو په ناسته کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو سربېره د روسيې، چين، ایران، هند او پاکستان په شمول د لسو هېوادونو استازو او چارواکو ګډون کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط په ايران کې د مسکو دغونډې په تعقيب غونډه د دې ښکارندويې کوې ، چې د ايران مذهبي متعصب حکومت ددې غونډې د جوړيدو څخه غواړې ، چې دافغانستان داسلامي حکومت ( اسلامي امارت )او د افغانستان د مسلمان ولس سره خپله د غمازی او منافقت پرده د مخ څخه پورته کړې ، ګاونډ هيوادونو ته واسواسې او تشويشونه خلق کړې . ايران چې د تاريخ په اوږدو کې په خپل ګاونډ کې د يوه قوي او ځواکمن اسلامي هيواد شتون نسې زغملای ، ځکه يې هرکله په خپله غمازې او منافقت سره په ګاونډ… نور لوستل »

ملا جانان

افغانستان اوس د داسي شرایطو سره مخامخ دی د کوم ډول شرایطو سره چي جرمني د لمړۍ نړیوالي جګړې وروسته مخامخ وو. زموږ ګاونډیان غواړي چي زموږ د برحاله ضعف څخه استفاده وکړي او پر موږ باندي ذلت امیزه شرایط وتپي. دوئ غواړي چي موږ په یو وخت د دوئ ټولو پر ضد جګړه پیل کړو او یا د دوئ شرایط ومنو. افغانان ښه پوهیږي چي که په اوسنیو شرایطو کي خپل سیاسي استقلال حفظ کړي، په راتلونکي کي به وکولای سي چي په خپلو ملي عوایدو د خپل ولس ژوند هوسا کړي. هو راځئ چي اتحاد سره وکړو، ټوله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx