ټولنیزه برخه

فضاء او د کائناتو وسعت/ لومړۍ برخه

سردار ناطق الحق (امین)

فضا:
فضا هغې پاسنۍ وسیعې ساحې ته ویل کیږي، چې د ځمکې پر شاوخوا له راڅرخېدلې کړۍ (جَوّ) یا اتوموسفیر څخه ور هاخوا ته پرته ده.

فضا اُکسیجن نه لري، نو هر څوک چې فضا ته ځي، باید له ځان سره فضائي جامې، خوراکي توکي او کافي اُکسیجن یوسي، که دا کار و نه کړي، نو بېرته ژوندی راتګ یې ناممکن دی.

همدا راز په فضا کې د ځمکې جاذبه قوه هم نشته، نو ځکه خو هر شی، همالته ځای پر ځای دریږي او یوې خوا ته هم (پرته له کوم خارجي فشار څخه) نه ځي؛ نو باید داسې یوه آله (د فضا له مسافر سره) خامخا وي چې (د انرژۍ په زور) کښته، يا پورته پرې والوزي.

اوس بېړه مه کوئ! د جاذبې په هکله به بحث پر خپل ځای راشي ان شاءالله.

شمسي منظومه:
شمسي منظومه یو دانه غټ ځلېدونکی ستوری (لمر)  آته لویې او شپږ وړې سیارې لري؛ بیا ځینې سیارې سپوږمۍ هم لري! چې له هغې جملې څخه (یوه یې) د ځمکې سپوږمۍ ده.

غټ ستوری: د لمر کتله، یا ( په ساده لهجه) د لمر سترګه ده.

لویې سیارې:

۱- عطارُد

۲- زُهره

۳- ځمکه

۴- مِریخ

۵- مُشتري

۶- زُحل

۷- اورانوس

۸- نِپتون

وړې سیارې:
۱- ماکي ماکي

۲- پلوتون

۳- اِریس

۴- سِرس

۵- هائومیا

۶- ګابلین

د لمر کِتله: (په عربي کې شمس او په فارسي کې مهتاب ورته وایي)

لمر یو ځلېدونکی غټ ستوری دی، چې له دوه ډوله ګاز (هایدروجن او هلیوم) څخه جوړ شوی، ځکه خو د انرژۍ یوه ستره منبع بلل کیږي او تل پر سماوي اجرامو باندې تودوخه او انوار وېشي.

څومره سیارې، ستوري، شهابونه او نور سماوي اجرام چې (په شمسې منظومه کې) تاسو ته ځلیږي – دا ټول فقط له لمر څخه انوار انعکاسوي! یعنې (په خپل ذات کې) تیاره دي.

د لمر د کِتلې حجم:
د یادې کِتلې لویوالی او حجم د ټولې شمسي منظومې د سیارو، شهابونو او نورو مستقیمو او غیر مستقیمو اجرامو په تناسب – نهه نوي اعشاریه آته (۹۹/۸%) دی او نور ټول منظومي اجرام! یوازې صفر اعشاریه دوه (۰/۲%) حجم جوړوي.

راشئ! چې په ساده ډول یې ووایو: لمر او ټولې سیارې، سپوږمۍ او نور ټول منظومي اجرام که سره یو ځای کړو، بیا یې پر سلو برخو ووېشو، نو څه باندې ۹۹ نهه نوي برخې یې تنها لمر او څه کمه یوه برخه یې دا نور ټول اجرام جوړوي.

اوس پوه شوئ؟
خو نه! اوس هم تاسو د لمر د کتلې عَظَمت سم نه شئ تصور کولای! پرېږدئ چې کله مو (له خیره) په راتلونکو برخو کې د ټولو غټو سیارو احجام ولوستل، د لمر او یادو سیارو تر منځ، فاصلې، یا واټنونه (په کیلومتر) درته ښکاره شول، هلته بیا ښه پوهېږئ چې د لمر لوی والی او حجم څومره دی.

د لمر حرارت:
د لمر بهرنۍ سطحه (د سانتیګراد په حساب) شاوخوا (۵۰۰۰) پنځه زره درجې تودوخه، یا حرارت لري، مګر د هستې حرارت یې (۱۵/۵) پنځه لس نیم میلیونه سانتیګراده اټکل شوی.

راشئ او دغه نسبتونه تاسو داسې سره پرتله کړئ: اوړی په ننګرهار کې بیخي ډېره ګرمي وي، خو بیا هم! (د سانتیګراد په حساب) تر پنځوسو (۵۰) درجو نه اوړي! نو تاسو اوس فکر او تصور وکړئ! چې د لمر حرارت به څومره وي؟ نور بیا… ان شاءالله!

نوټ:
له دغې لیکنې څخه مې هدف یوازې د الهي قدرت لویي ده، هیله کوم چې ټولې برخې یې منظمې وګورئ! هم به مو علمي سطحه لوړه شي او هم به په کائناتو کې د الله عظمت، قدرت، دقت، ظرافت او نظم وګورئ.

د یوې متمدنې علمي ټولنې په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سلامونه سردار صاحب
د دوه سیاری نومونه بدل کړه. د یوی سیاری نوم ملا هیبت خآن او د بلی سیاری نوم ملا حسن خان کیږده ،ځکه چه دواړه شته خو غګونه یی نشته

غریب الله غریب

نوره تبصره نلرم یوازی په عربی شمس په دری ژبه افتاب او عربی کی قمر په دری ژبه مهتاب بولی د لوستونکو ته دابهام د لیری کولو په پار

غ.حضرت

مننه ورورکه! د کائناتو مشاهده او تصور د ایمان د تازه کېدو سره مرسته کوی.
پښتو: لمر
عربی: شمس
فارسی: مهتاب نه بلکه آفتاب.
فقط یادونه ده، اصلاح ئې اړینه ده.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x