افغانستان

وزیرانو شورا د هېواد په اقتصادي حالت بحث کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): وزیرانو شورا په خپلې اونیزه ناسته کې د هېواد روان اقتصادي حالت او بنسټیزو پروژو د تکمیل په اړه له بحث او خبرو وروسته اقتصادي هیئت ته دنده سپارلې ترڅو د بانکي سیستم په اړه د شرکتونو شکایتونه او د شاه وعروس بند د تکمیل چارې وڅیړي او مجلس ته یې راپور وړاندې کړي.

د وزیرانو شورا اونیزه ناسته پرون د دوشنبې په ورځ د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې نفوسو د احوالو د ثبت ادارې فعالیت هم ارزول شوی او د تذکرو د ویش پر دوام د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د نفوسو د سر شمېرنې لپاره د طرحې د چمتو کولو پرېکړه وشوه.

په ناسته کې دغه راز د نشه یي توکو او روږدو کسانو د مشکلاتو د حل، بهرنیو مرستو په ویش کې سالم مدیریت او د دیني عالمانو د اسنادو ارزولو او علمي رتبو د تثبیت سربیره د ټاپي پروژې په ګډون یو لوړ نور موضوعاتو په هکله هم پرېکړې شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا ناسته کې په داسې مهال د هېواد اقتصادي حالت او بانکونو څخه د شرکتونو د شکایتونو په اړه بحثونه کوي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ او د اړتیا وړ توکو بیې تر بل هروخت لوړې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
دا وازیران باید استعفا وکړی،ځکه چه په څه نه پوهیږی نرخونه هره ورځ اسمان ته خیژی.کار و بار نشته،خلک د وچی ډوډی په ارمان دی،بهرنی مشورین یی پاکستانیان دی.وزیران شورا ته راشی نسوار واچوی بیا بیرته ځی،هغه ځینی وزیران یی د پوزی نسوار ټوله ورځ استعمال کوی،
مشر وزیر په خپله شته،خو غږ یی نشته،

طوطی

الویت باید اقتصادی کړکیچ ته ورکړل شی تر څو د ژمی د رارسیدو مخکی د خلکو مشکلات رفع شی ولی چی ګورو هغه ملا صاحبان چی صرف کنز، قدری او خلاصه ای لکه ما د کلی په جومات کی لوستی او د قرآن په معنی هم نه پوهیږی هغوی هم غواړی چی له ټولو مخکی یی د اسنادو ارزیابی وشی او ځانونه زر چیری مقرر کړی د بیوزله ملت په کیسه څوک ندی. پخوانی حکومت هم کمیسینونه جوړول اوس هم تصمیم ونیول شو او په مهمو موضوعات بحث وشو او داسی نور. د خلکو د ژغورلو په خاطر باید جدی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x