دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله مکي ژوند په څو کرښو کې

پوهنمل احسان الله ناصح

د نبي عليه السلام مبارکه زوکړه او مکي ژوند يې:
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصی بن کلاب بن مرة بن کعب بن لوی بن غالب بن فهر(د فهر لقب قريش و، نو ځکه د قريشو خاندان ده ته منسوبيږي).

مور يې امنه بنت وهب بن عبدالمناف بن زهرة بن کلاب بن مرة وه او په کلاب بن مرة کې يې له رسول الله سره نسب شريکيږي.

پلار يې دده له زيږيدو وړاندې وفات شوی و، د دوشنبې په ورځ د فيل په کال(۵۷۱م) April 20 نېټه د ابو طالب کور کې پيدا شو، نيکه يې نوم ورباندې محمد کيښود، د مور وروسته ورته د ابولهب وينزې ثويبې شيدې ورکړې.بيا د رضاعت لپاره حليمي ته ورکړل شو.

په 4 کلنۍ کې يې سينه د فرشتو له خوا څېرې شوه، په شپږ کلنۍ کې يې مور د مکې او مدينې منځ کې وفات شوه، په اته کلنۍ کې يې نيکه وفات شو، په دولس کلنۍ کې يې تره له ځان سره شام بوتلو، هلته بحيرا راهب دده د پيغمبرۍ وړاندوينه وکړه، په شل کلنۍ کې يې د ترونو سره د فجار په جنګ کې ګډون وکړ، له دې وروسته د فضول تړون وشو، په (۲۵) کلنۍ کې د خديجې مال سره شام ته لاړو غلام يې ميسره هم ورسره و. له دې سفر وروسته ورته خديجې د نفسيې په خوله د واده پيغام ورکړ.

بيا حمزه د خواستګارۍ لپاره ورغی او ابوطالب نکاح وتړله مهر يې(۵۰۰) درهمه وو، له دې څخه يې اووه اولاده پيدا شول، ۳۵ کلنۍ کې يې کعبه بيا ورغيده، د وحې له راتلو مخکې به يې رښتينې خوبونه ليدل، کله چې څلويښت کلن شو د حراء په غار کې ورته (۶۱۰ م کال اګسټ په (۱۰) وحې راغله، له دې وروسته وحې يو څه بنده شوه، ۴۰ ورځې وروسته بيا شروع شوه، اولني مسلمانان خديجه، ابوبکر، علي، زيد وو، درې کاله يې پټ دعوت وکړ، د نبوت په څلورم کال يې دعوت ښکاره شو، په شپږم کال حمزه او عمر مسلمانان شول، په اووم کال په شعب ابي طالب کې بنديان شول، په لسم کې دغه معاهده ختمه شوه خو ابوطالب او خديجه دواړه وفات شول نو دغه کال د غم د کال په نوم ونومول شو. په دغه کال يې د مکې څخه بهر دعوت پيل کړ، په يوولسم کال يې حضرت عائشې سره کوژدن وکړه، په دولسم يا په ديارلسم کال د معراج واقعه پيښه شوه.

په ديارلسم کال يې د ابوبکر سره يو ځای هجرت مدينې ته پيل کړ، د مکې څخه پنځه ميله ليرې په غار ثور کې درې ورځې تم شو، عبدالله بن ابي بکر به احوال اخيسته، عامر بن فهيره ورته شيدې راوړلې، او اسماء ورته د سفر سامان راوړلو، درې ورځې وروسته ورته لارښودونکی عبدالله بن اريقط راغی او د مدينې په لور روان شول، د ربيع الاول په اتمه دوشنبې په ورځ قبا ته ورسيدل.او دلته يې د مسجد ډبره کيښودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x