افغانستانورزش

د لوبغاړو ټول لګښت پخوا او اوس د کرکټ بورډ لخوا تمویلیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبغاړو ټول لګښت د پخواني یا اوسني حکومتونو په دوره کې یوازې د کرکټ بورډ لخوا تمویل کیږي.

په دې وروستیو کې ځینې داسې اوازې تر سترګو کیږي چې ګواکې د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبډلې ته په نړیوال جام کې د سیالیو لګښت نه دی ورکړی او دا یوه لوبغاړي له خپله جیبه تمویل کړی دی.

دغه اوازې چې پر ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوې، د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسئول په بشپړ ډول رد کړي او واضحه کړې یې ده چې د کرکټ لوبغاړو او د سیالیو ټول لګښت په پخواني او اوسني حکومتونو کې د کرکټ بورډ بودیجې لخوا تمویل کیږي.

د بي بي سي خبریال داود جنبش پر خپله فیسبوکپاڼه د تاند خبري پاڼې ته منسوب یو خبر کاپي کړی چې وایي د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبډلې ته په نړیوال جام کې د سیالیو لګښت نه دی ورکړی او دغه لګښت د لوبډلې مشر محمد نبي له خپل جیب څخه ورکړی دی.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسئول عبد الله خان پکتاني ویلي چې د لوبغاړو د لګښت پيسې نه پخواني حکومت ورکولې او نه هم د اوسني حکومت له لوري تمویل کیږي، بلکې د کرکټ بورډ د خپلې بودیجې څخه چې ډیره برخه یې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري تمویلیږي ورکوي.

د نوموړي په وینا، د کرکټ بورډ ادارې د تل په څیر اوس هم د لوبغاړو او ټولو کارکوونکو لګښتونه پر غاړه اخیستي او ټولې اسانتیاوې ورته هم یاده اداره رامنځته کوي».

د کرکټ لوبغاړو د لګښتونو په بهانه ځینې خبریالان د افغانستان اوسنی حکومت ملامتوي چې ګواکې د ملي لوبډلې ملاتړ نه کوي، خو نړیوال جام ته د ملي لوبډلې په لیږدولو کې تر ډیره د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ وکړ، او د همدوی په مرسته په سخت وخت کې لومړی لوبډله قطر او بیا عربي اماراتو ته ورسېده.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن ټکی اسیا ته په یوه استول شوي خبر کې ویلي وو چې دوی له قطر هېواد څخه د ملي لوبغاړو قطر هېواد ته لیږل، هلته تمرینات ترسره کول او بیا عربي اماراتو ته د پروازونو برابرولو غوښتنه کړې وه، چې هغوی هم سمدلاسه منلې وه.

عبد الله خان پکتاني زیاتوي چې په بېلا بېلو بهانو او دروغجنو خبرونو ځینې خلک کوښښ کوي تر څو په بهر کې د افغانستان په اوسني دور کې کرکټ بدنام او بې ارزښته وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواسع

زه دیته حیران یم چی دا دځینورسنیو کارکونکی به ددی دروغو، تشویشوپیداکولو، کفرته لابی کولو او اسلامی نظام دتخریبولو به الله پاک ته څه ځواب وایی.

طوطی

د جنرال مبین د خبرو په ارتباط: افغان کرکیټ بازان کچیری وغواړی کولی شی چی ټول افغانستان ته را نشی او خپلی لوبی د افغانستان په نوم له یوه بل هیواد څخه پکار واچوی قدر به یی دوچنده زیاد وی او هم به ورته ښه فضا د تمرین برابره شی. د طالب او د مبین ترس به هم نوی چی په زوره ورباندی سپین بیرغ چپ کړی. د نورو لوبو کسان خو ټول لدی حکومت څخه په تیښته شول خو اوس مبین غواړی چی دا پښتانه هم وشړی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx