ورزش

پاکستان خپل دوهم سرسخت سیال نیوزیلاند ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ شل اوریز جام په سوپر ۱۲ پړاو کې پاکستان لوبډلې خپل دوهم سرسخت سیال نیوزیلاند ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې بابر اعظم پچه وګټله او کین ویلیمسن ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، د پاکستان توپ اچونکو سیال لوبډله زیاتو منډو جوړولو ته پرینښوده او وخت تر وخته یې ویکټې وسوځولې.

نیوزیلاند په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۳۴ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري داریل میچل او دیون کونوی ۲۷-۲۷ او کین ویلیمسن ۲۵ زیاتې منډې وکړې.

د پاکستان په توپ اچونکو کې حارث رووف غوره توپ اچونه وکړه چې په خپلو ۴ اورونو کې يې د ۲۲ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د نیوزیلاند د هدف په تعقیب کې پاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ژر له لاسه ورکړ، چې وروسته هم ملګرتیا جوړه نشوه، خو په ورورستیو کې شعیب ملک او اصف علي غوره لوبه وکړه او نیوزیلاند ته یې د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

له دې وړاندې یادې لوبډلې خپل لومړي سرسخت سیال هندوستان ته د لسو ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړې وه.

د پاکستان لوبډلې له لوري نیوزیلاند یو له هغو لوبډلو څخه و چې دوی خپل هدف ګرځولی و او د ماتې ورکولو لپاره یې ځانګړي پلانونه نېولي وو.

د پاکستان کرکټ بورډ عمومي مدیر رمیز راجه ویلي وو چې پاکستان باید په هر حالت کې نیوزیلاند ته ماتې ورکړي.

دغه راز د یادې لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر ویلي وو چې په نړیوال جام کې ددوی یوازینی هدف د نیوزیلاند لوبډله ده.

د پاکستان له لوري د نیوزیلاند لوبډلې مخالفت او هدف ګرځېدل هغه مهال پېل شول چې یادې لوبډلې پاکستان ته د لوبو لپاره سفر کړی و، خو د لوبې د پېلېدو څخه څو شیبې وړاندې نیوزیلاند د امنیتي ستونزو له کبله دغه سیریز په ناڅاپي ډول لغوه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx