نظــر

د امارت مسؤلينو ته څو وړانديزونه!

احمد الله عاطفي

د اسلامي آمارت محترمو مسؤلینو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

یوه لنډه غوښتنه په پراخو محتویاتو!
دا چې هیواد مو له کلونو کلونو د نیواکګرو ذهني، مذهبي، پوځي، استعماري او استحماري یرغلونو سره مخ و، او دوی خپلې شیطاني موخې په ظاهره د ښه او جلبونکي شعار تر چتر(شخصي،قلم، وینا، عمل او د ښځو ازادۍ) لاندې پلې کولې.

دا چې د غربي پوځي یرغل په لومړیو ورځوکې څومره هیوادوال مو د اور او باروتو په لمبو کې وریت شول، څومره په شقاوت په کانټینرو او لاس تړلي په شهادت ورسیدل د هغو دقیقه احصایه ارزول ستاسو دنده ده.

دا چې څومره مدرسې، مسجدونه، مکتبونه، روغتونونه، پلونه او په مجموع کې ټولنیزو ګټو ودانۍ بمباردمان شوې یو یو د تاریخ برخه وګرځوئ.

دا چې څومره بمونه په کلیو، بانډو، د ودونو او جرګو په غونډو غورځول شوي د جزیاتو سره محفوظ کړئ.

د دین، هیواد او خپلواکۍ هر شهید مو د پیړۍ اتل دی، سرکونه، روغتونونه، واټونه او…حتي کلي او بانډې د دوی په نوم مسمی کړئ، تر څو د دوی جهادي کارنامې د راتلونکو نسلونو لپاره د افتخار درس وي.

دا چې عمومي عفوه مو اعلان کړه دا ستاسو بزرګواري او د پاک نیت ښکارندوی دی، مګر د هغو خلکو په څه کیږي چې په شخصي توګه زورول شوي، وژل شوي، پانګه او ملکیت یې په زور ترې اخيستل شوی، د داسې خلکو لپاره د عدالت دړه خلاصه وساتئ او هره دوسیه په واقعیتونو وپلټل شي نه په شک او ګمان.

له غاصبینو د یوې یوې افغانۍ حساب واخلئ په داسې توګه چې خپل خلک يې ګواهان شي او بیا د همغه خلکو په مشورو د تر لاسه شویو پانګو نه وړکتونونه، او روزنیز مرکزونه جوړ کړئ.

هر لوېشت دولتي ځمکه چې غصب شوې په میړانې سره تر لاسه کړئ، دا د ټولو افغانانو حق دی نه یواځې د غاصبینو، په دې خیر کار کې ټول ملت ستاسو تر شاه ولاړ دی.

د شریعت په رڼا کې نه یواځې هلکانو بلکه نجونو ته هم داسې تعليمي نظام جوړ کړئ چې د نورو هیوادونو نجونې او هلکان په افتخار زموږ هیواد ته سفر وکړي، دلته اسلامي روزنه او اخلاق ځان سره صادر کړي، تر څو خپل هیواد ته د بیرته ستنېدو په ترڅ کې یوه څرګند بیلګه وي.

موږ هر یو مسؤلیت او مکلفیت لرو چې هر څه خدمت مو له لاسه وي تر سره کړو تاسو د دې زمینه او سهولتونه برابر کړئ، د ګنډلو یو ماشین نه تر سترو روغتونونو، پوهنتونونو او کارخانو جوړلو په جهاد کې مخلص دوستان دعوت او وهڅوئ چې هم دنیا مو اباده شي او هم مو اخرت.

د بېلګې په توګه یو مسلمان ميلونر یا دولت دې ته وهڅوئ چې د هیواد په یو ولایت کې داسې یو روغتون جوړ او استفادې ته وړاندې کړي چې ناروغ مجبور نه شي د یوې معاینې او عکس اخستلو لپاره بل ځتای ته سفر وکړي.
همدا راز مدرسه، مکتب، پوهنتون او…

نړیوال دې ته مجبور او وهڅوئ چې په هره برخه کې پرته له قید او شرطه زموږ لاس نیوی وکړي، د مثال په توګه یو شمیر ځوانان مو په تخنيکي، صنعتي، طبي او … برخو کې وروزئ، د ټولنیزو خدمتونو په لړ کې د سر درو په مناسبو سیمو کې د برېښنا یو یو توربین نصب کړئ، د زراعت او مالدارۍ یو فارم جوړ کړئ، یو ډاګ ته د اوبو ویاله وکندئ او…، تاسو د هر وړوکي او ستر خدمت مننه، تشویق او قدر وکړئ او هم احساس ورکړئ چې ستاسو بلا قید او شرط مرسته زموږ ملت نه هیروي.

په داسې خدمتونو سره دنیا او اخرت مو روښانه کیږي او تاریخ کې به ثبت شي چې هغو شخصیتونو چې ټوله دنیا ورته د حقارت او بې سوادۍ په نظر کتل د دنیا معززنین او حقیقي خادمان شول.

آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

روغتون، فابریکه، حیواني فارم، ښوونځي، پوهنتون، پوځ، پولیس، معدن او داسې نور د خدمتوتونو د وړاندې کولو بنسټونه، ټول نارینه او ښځینه کارپوهه کارکوونکو یا متخصیصینو ته اړتیا لري. کله چې په یوه هېواد کې داسې وړ کسان شتون ونلري، د مخکې یاد شوو بنسټونو جوړول به څه ګټه ولري؟ کله چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر دا ډول وړ کسان د مدرسې د طالب څخه کښته بولي، خلک به څرنګه دوی سره کار ته زړه ښه کړي. مجبوري بېل شی دی. زه په لمړی کې سخت د طالبانو پلوی وم، خو اوس د ځینو خبرو په اورېدو سره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x