افغانستان

په کابل ښار کې د سنبلې میاشتې د هوايي ډزو قربانیانو ته معاوضه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): چارواکي وايي، د تیرې سنبلې میاشتې په دوهمه لسیزه کې په کابل ښار کې د هوايي ډزو قربانیانو ته د درملنې ترڅنګ نقدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

د روان کال سنبلې میاشتې په دیارلسمه نیټه په کابل ښار او ګڼو ولایاتو کې د اسلامي امارت مجاهدینو او عامو خلکو وروسته له هغه د خوښۍ هوايي ډزې وکړې، کله چې امنیتي ځواکونو د پنجشیر ولایت مرکز ونیولو.

که څه هم هغه مهال په دغو ډزو کې د ۱۷ تنو د مړینې او ۴۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی ؤ؛ خو حکومتي چارواکو له کابو یوې نیمې میاشتې وروسته اوس ادعا وکړه چې په یادو ډزو کې ایله یو ملکي تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان وو.

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هوايي ډزو کې د ملکي تلفاتو دغه پېښه د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده په ځانګړې هدایت د ټاکل شوي پلاوي لخوا په دقیق ډول څېړل شوې ده.

نوموړي پلاوي په خپل راپور کې ویلي، چې ددوی له ورتګ څخه وړاندې د وژل شوي کس وارثان له روغتون څخه وتلي وو او دوی یې په موندلو نه دي بریالي شوي؛ خو ۱۴ ټپيانو ته یې د درملنې سربیره د سړي سر ۱۰۰ زره افغانۍ نقدي مرستې ورکړي دي.

یاد پلاوي د ورته پېښو د مخنیوي لپاره په هوايي ډزو د تل لپاره بندیز ولګاوه او سرغړوونکو ته د سختې قانوني جزاء ورکولو ګوت څنډنه کړې ده.

مجاهد دغه راز یادونه کړې چې د هېوادوالو د ژوند، مال او عزت ساتنه یې فریضه ده او په جدي ډول ورته متوجه دي.

د اسلامي امارت لخوا ګومارل شوی پلاوی په داسې مهال د پنجشیر د نیولو په شپه په کابل ښار کې د هوايي ډزو پرمهال د یو تن د مړینې او ۱۴ ټپیانو دعوه کوي، چې په هغې شپه د کابل په ګډون ګڼو ولایاتو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د نیم ساعت څخه زیات وخت لپاره په زیاته پیمانه د سپکو او درنو وسلو هوايي ډزې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې په یادو هوايي ډزو کې د پلازمینې کابل سربیره د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې هم د حسینې په نوم د یوې لس کلنې ماشومې د مړینې پېښه تثبیت شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بریدګرو ته خو لس زره افغانی او یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شوه وبه ګورو چی د بریدګرو وینه او د عادی افغانانو وینه څومره سره توپیر لری. برید ګر ځانوژونګی تیر حکومت ووژل او دا اوسنی خو د طالبانو په هوایی ډزو کی وژل شوی نو ممکن معاوضه یی هم ډیره وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x