نړۍ

چین: چاودنې ۶۵ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د چین دولتي تلویزون د راپور په اساس د دغه هېواد په شمال کې په یوې فابریکې کې چاودنې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي.

په چاودنه کې د ۱۲۰ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی.

د چین په ختیځ کې د جیانګسو ولایت په کنشان ښار کې دغه چاودنه شوې چې له امله يې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس لیکلي چې چاودنه سهار ۷:۳۷ بجې رامنځته شوه.

ځايي خلک وايي چې د چاودنې پر مهال په فابریکه کې تر ۲۰۰ زیات کسان موجود وه.

چارواکي وايي چې دوی د چاودنې د لامل په اړه څېړنې کوي او روغتیايي څانګې د ټپيانو په درملنه لګیا دي.

هغه انځورونه چې په نيټ خپاره شوي یو شمېر کسان په کې لېدل کیږي چې جامې یې سوځېدلي او د فابريکې مخې ته ناست دي.

د یادونې وړ ده چې په چین کې دغسې چاودنې خورا زیاتې کیږي او لامل یې د فابریکو د ساتنې لپاره لازم احتیاط نه کول ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x