نړۍ

سعودي پاکستان ته ۳ میلیارده ډالر ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان انرژۍ وزیر حماد اظهر وايي چې سعودي حکومت ورسره ژمنه کړې چې هر کال به دغه هیواد ته د یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت تیل  او هم به د پاکستان په مرکزي بانک کې درې میلیارده ډالر جمع کړي.

حماد اظهر ویلي چې پاکستان به د تيلو لپاره نغده تادیات نه کوي.

هغه وویل چې د سعودي له خوا دغه مرستې سره به په سوداګرۍ او په اسعاري زیرمو باندې فشار  کمېدو کې مرسته وکړي.

د تېرو څو اونیو راهیسې پاکستانۍ کلداره د ډالر مقابل کې په ریکارډ کچه لویدلې ده، او یواځې په تېرو څلور میاشتو کې د یو ډالر مقابل کې کلداره ۲۰ روپۍ غورځېدلې ده.

د سعودي دولتي خبري اژانس هم تایید کړې چې پاکستان مرکزي بانک کې به درې میلیارده ډالر جمع کړي څو د یاد بانک بهرني اسعاري زیرمې تقویه شي.

د یادودنې وړ ده چې عمران خان سعودي ته په درې ورځينې سفر تللی دی. هغه د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان په دعوت سعودي ته تللی و.

دا لومړی ځل نه دی چې سعودي د پاکستان له اقتصاد سره مرسته کوي. تر دې وړاندې هم سعودي پاکستان ته په قرضو تیل ورکړي دي.

په ۱۹۹۸ز کال کې کله چې پاکستان اتومي چاودنې وکړې او بیا له اقتصادي بندیزونو سره مخ شو نو سعودي پاکستان ته د کال  ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت تیل قرض ورکول پیل کړل.

همدا راز په ۲۰۱۴ز کال کې هم سعودي پاکستان ته د تادیاتو توازن برقراره ساتلو لپاره  یو نیم میلیارد ډالر قرض ورکړی و.

په ۲۰۱۸ز کال کې هم سعودي پاکستان ته د اسعاري زیرمو د تقویې په موخه درې میلیارده ډالر قرض ورکړل او همدا راز يې ۹ میلیارده ډالرو په اندازه د درې کلونو لپاره په قرض تیلو هوکړه لاسلیک کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x