افغانستان

بهرنیو چارو وزیر له امریکايي هیئت سره په دوحه کې کتلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا استازي یان مک کري سره په قطر کې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي دي چې بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د امریکا د ماموریت مسوول یان مک کیري  سره د قطر په پلازمېنه دوجه کې کتلي دي.

د بلخي په وینا افغان او امریکايي لورو په دغه کتنه کې دواړو خواوو د تیرو مجلسو نو په تعقیب «د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو او اړونده موضوعاتو په اړه ژورې خبرې وکړې او يو د بل نظریات یې واوریدل».

تر دې وړاندې هم افغان او امریکايي لورو د تلې د میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه کتلي وو. هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي وو چې د افغانستان د حکومت کمزوری کول د هیچا په ګټه نه دی.

همدا راز دواړو لورو موافقه کړې وه چې د دوحې  هوکړه لیک به تطبیقوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x