افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له استازو او سفیرانو سره وکتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن ماښام په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له استازو او سفیرانو سره په لیدنه کې د نوي افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د اړیکو په هکله خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې زیاتره د اروپايي هېوادونو سفیرانو برخه اخیستې وه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، اداري فساد له منځه وړلو، د افغانستان په اقتصادي وضعیت د لګول شوو بندیزونو ناوړه اغیزو او یو لړ نورو مسائلو په هکله سفیرانو ته وینا وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې باید په یو آواز له امریکا څخه د افغانستان د ملي شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړي، ځکه له څلورو لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د یو حاکم او مسئول نظام تر سیوري لاندې د امن ساه اخیستې او د رسمیت پېژندنې ټول هغه شرایط یې پوره کړي چې له مخې یې یو حکومت په رسمیت پېژندل کیږي.

د ناستې په جریان کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو په خپل وار سره د افغان پلاوي له څرګندونو څخه ډاډ او خوښي ښکاره کړه.

باید وویل شي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د ماموریت مسئول «ایین مکيري» او ورسره ۷ کسیز پلاوي سره هم کتلي او په دوه اړخیزو موضوعاتو یې ژور بحثونه او خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په دوحه کې لیدلي وو. په دغه لیدنه کې دواړو خواوو خپلو ګټو په کتلو د دوه اړخیزو اړیکو چمتووالی ښکاره کړ او د چین د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټولی دنیا سره به کته وکړی چی کومه مثبته نتیجه ونلری څه به یی کړی. خارجی سیاست کی د طلبانو مزه نشته حتی تر دی چی نمایندګی مو عمران او قریشی کوی. مشر حسن آخند دا دوه میاستی شو چی ریس الوزرا دی ټول ملت یی د وعظ په انتظار کی پریښی. په شرعیت کی حاکم باید عاقل او د عقل خاوند وی، فکر یی پر ځای وی او په سیاست هم پوه وی ځکه چی د ملک مشر ګڼل کیږی. مونږه د چا وژاړو د حسن آخند یا د لوړو د تحصیلاتو د وزیر. وایی: یو ملک چی غواړی… نور لوستل »

غوربندی

طوطی صاحب

تاسو ددې پر ځای چې له نورو څخه اندېښنه ولری هیله ده خپله ژبه او قلم مو خواږه، پاسته او درانه کړی.

تا و خدای په دا پورته تعلیق کې څومره سپک ښویېدلی یاست،، زما نیوکه ددې لپاره نه ده چې غواړم تاسو پړ کړم بلکه ددې لپاره ده چې ښې او بهترې لارې ته مو پام واړوم.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x