ورزش

د لوبغاړو په اړه د جنرال مبین نامسئوله څرګندونې او د کورنیو چارو وزارت غبرګون

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغان کرکټ لوبغاړو په اړه د جنرال مبین په نامه یوه کس نامسئوله څرګندونو په ملي کچه سخت غبرګونونه راپارولي دي.

جنرال مبین د افغانستان په اوسني حکومت کې هیڅ رسمي ونډه نه لري، خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په پراخه کچه په تلویزونونو او ټولنیزو رسنیو کې راڅرګندیږي.

اوسمهال په ټولنیزو رسنیو کې یو غږیز کلیپ لاس په لاس کیږي چې جنرال مبین د کرکټ لوبغاړو ته اخطار ورکوي او دوی يې سخت ګواښلي دي.

د نوموړي له لوري دغه نامسئوله څرګندونې هغه مهال وشوې چې په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ملي لوبډله د درې رنګه بیرغ سره ولوبېده، او یو شمېر مینوالو هم دغې بیرغ او ملي سرود ته خوښي وښودله.

جنرال مبین چې په ټولنیزو رسنیو کې په بې باکه وینا مشهور دی په دغو څرګندونو کې د ملي لوبډلې لوبغاړو ته اخطار ورکوي چې له نړیوال جام وروسته به کابل ته د اسلامي امارت د سپین بیرغ سره راځي، او که داسې ونکړي لوبغاړو ته به لوی ګواښ پېښ شي.

مبین ته منسوب دغه غږیز کلیپ زیاتوي، «کرکټ د سیاست برخه نه ده، دوی که هر ځای کې درې رنګه بیرغ یادوي بیا به یې موږ د کرکټ میدان ته پرینږدو او نه دې هم دغه هېواد ته راځي»، د نوموړي په وینا، افغانستان په کرکټ کې زیات استعداد لري او کولی شي یوه بله لوبډله چمتو کړي.

هغه زیاتوي چې «موږ هر څه په زور ترسره کړي هر څه مو د سوکانو او څپيړو په زور کړي، امریکا مو په زور ویستلې، اشرف غني مو په زور له هېواده وویسته، او د کرکټ لوبغاړو د سمولو لپاره موږ ته ډیرې لارې معلومې دي، باید زموږ خبرې ومنل شي».

جنرال مبین که څه هم خپلو څرګندونو کې ځان د افغانستان اسلامي امارت استازی ښيي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې د جنرال مبین څرګندونې دوی پورې اړه نه لري او دا د هغه شخصي نظر دی». د نوموړي په وینا، «مبین په اسلامي امارت کې رسمي دنده نه لري او نظر یې هم د امارت ښکارندوی نه کوي».

بل لوري ته په ټولنیزو رسنیو د جنرال مبین څرګندونو ته په پراخ ډول غبرګون ښودل شوی دی، چې په داسې حساس وخت کې يې ناسمې څرګندونې کړي، په داسې حال کې چې نوموړی د اسلامي امارت هیڅ ډول رسمي ویاند نه دی.

د ملي لوبډلې د مورال لوړولو لپاره د کرکټ بورډ اجرائیه رئيس د ملي لوبډلې مشر محمد نبي سره تلیفوني اړیکه نېولې او هغه ته یې یو ځل بیا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی، نوموړی زیاتوي چې محمد نبي راتلونکو سیالیو ته ډیر لیواله دی، او په وینا یې چې د لوبډلې اتفاق او اتحاد په غوره توګه پرمخ ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عثمان غني زابلي

د جنرال مبین په باره کی مو له بی ځایه الفاظو خوښ نه یم.
جنرال مبین چی څه ویلی خپل پاک احساسات یی دی

نبی کریمی

د مبین په مورد دا راپور ستاسو د خپلواک اوسیدو یو ښه انځور ده، د مبین خان عقل به لږ ډېر شی او پوه به شی چې دومره احساسات هم په درد نه خوري، اوس چی حاکم یاست نو د ملت ناز منئ.
مونږ هیله لرو تر څو د طالبانو مینځ کې د دا شان تنګ نظرو څېره افشا کړی، د وطن پرمختګ ته کار وکړئ، د نن.آسیا په اړوند زما فکر تغییر شو، وروسته له دی ستاسو هر راپور د اهمیت وړ بولم او لولم یې.

طوطی

سر پیاز، کون پیاز ته څوک یی. دا سړی چا مؤظف کړی چی د حکومت په نمایندګی خبری وکړی کله کله داسی ځان ښیی ته به وایی چی د ملا عمر نماینده دی. مبین داسی د کبر او غرور خبری وکړی چی یو مسلمان ته نه ښایی. وایی (مونږه په زور راغلی یو او هر څه به په زوره کوو). دا زور دی هغه وخت چیری وه چی ملا برادر یی زندان ته کش کاوو، دا زور دی هغه وخت چیری وه چی ملا ضعیف یی په امریکی خرڅا وه؟ ډیره بده ده چی سړی ووایی چی په زوره راغلی… نور لوستل »

عبدالرقیب

طوطو ځوانه، دا سړی د حکومت په ملاتړ خبري نه کوي. د خپل دین، خپل ایمان او خپل وجدان په هڅونه دا ویناوي کوي. دا سړی د خپل وخل ولي الله دی. کاشکي ما هم د ده په څیر اخلاقي جرات لرلای. مبین خانه الله دی په دې دنیا او اخیرت کي سرلوړی لره خو د امنیت په اړه دي اندیښمن یو. پخوا چي مو سختي درته کړي هم مو ستا د مصئونیت د غمه درته کړي دي. درناوی درته لرو. زموږ ږغ او زموږ اتل یې

طوطی

د طوطو ځویه: که د حکومت ملاتړ کوی حق دی خپل حکومت یی دی د زور خبری دی نکوی. خدای مکړه چی دا ځلی به په پنجاب کی هم څوک تاسی پرینږدی. په افغانستان کی د زور حکومت پایښت نلری له تاریخ څخه پند واخلی. ډیرو دلته بدماشی وکړه، ډیر زورواکی وه خو اوس یی درک نشته څوک تر خاورو لاندی شول ځینی نور هم له وطنه لری چیری سر ټیټی ژوند لری. مسلمان د کبر او غرور خبری نکوی هو مګر چی له اسلامی تهذیب او اداری څخه لری شی.

محمود يوسفي

السلام عليكم

غ.حضرت

ولا عجبه کیسه ده.
د طالبانو په لومړیو ورځو کی د کابل په لوبغالی کی کومه لوبه تر سره سوه او مارشال مبین خپله درې رنګه بیرغ پلاس کی نیولئ او رپاوه ئې.

عبدالرقیب

اوس به الله تعالی ج هدایت ورکړی وي. څوک چي پر خدای پاک ج باندي ګران وي. الله تعالی ج د نیکي لاره ورښیي او د چا څخه چي خدای پاک ج ناراضه وي، هغه نور هم په خپله ګمراهي کي غرقیږي او د دوږخ د ژوري کندي سره همرنګه بیرغ طرفداري کوي، یعني تور رنګ د تیارو، سور رنګ د اور او زرغون رنګ د زقوم

ملا جانان

ستر جنرال مبین د افغانستان د هغه غالب اکثریت مومن ولس ږغ دی چي په افغانستان کي د ډیکټاټورانو د چاپلوسانو لخوا تل د نغارو په ږغولو بې اغیزه سوی دی. د الهي او نبوي بیرغ په مقابل کي د پخواني کفر او جهل پر بیرغ باندي ټینګار پرته له شکه د ارتداد په معنا دی.که د مخفي ارتداد په وړاندي افغانان غبرګون ونه ښیي، دا مخفي مرتدان به نور هم زړه ور سي او په ښکاره به د اسلام د پنځو بناوو سپکاوی کوي. مبین صاحب، ننګه دي کوو چي د اخیرت په ورځ دي په ثوابونو کي شراکت… نور لوستل »

محمد صالح

دا ټوله د انس حقاني دلاسه. که ده د پخوانیو قاتلینو په ننګه د کفر بیرغ نه وای رپولای، دا کافران به دومره نه زړه ور کیدلای. انس حقاني باید په هغه سټیډیوم کي اعدام سي چي دا منافقت یې پکښي تر سره کړ

عبدالرقیب

څوک یې ونیسي وروره، هغه د وزیر داخله ورور دی. بل چا دي دا ګناه کړې وای، چي څه ورسره کیدل. هغه د ننګرهار د مظاهرې کلیپ دي ونه لیدی چي د کفري بیرغ د رپولو په سبب خلګ وهل کیدل او ټکول کیدل (ښه کار وو). الله تعالی دي امارت اسلامي د سپینو بیرغونو خنکي سیوري تل زموږ پر سرونو لري خو که دا ولس پروره نظام که ړنګیدی، علت به یې دا د حقاني کورنۍ وي. تیر ځل هم ددوئ پلار وو چي اسامه یې په خړو اوبو کي لوی ملا صاحب ته ورښکاره کړ او د زرهاو… نور لوستل »

طوطی

په والله چی دا لمړی ځل دی چی اورم چی د حقانی او طالبانو صفونه سره جلا دی. تاسی حقانی او کورنی یی ملامت ګڼی همدا وجه ده چی حکومت دی د حقانیانو پله درنه ښکاری. خو په ریښتیا زه دی خفه کړم. زما لیکنی د طالبانو د اصلاح لپاره دی چی سړی شی او اصلاح شی خو د هغوی په بی اتفاقی او د هغوی منځ کی تفرقه هیڅ نه منم. تاسو او محمد صالح ته دا نه ښایی چی داسی خبری وکړی. دعا کوی ځانونه له افراطیت څخه لری ساتی، دواړو بیرغونو کی د اسلام کلیمی دی، دواړه… نور لوستل »

طوطی

ناصالح ته: دا څنګه د کفری بیرغ دی چی هم منبر لری او هم کلیمه پکی لیکل شوې. ستا کفری مغز ته کلیمه او منبر کفر ښکاری بیا ته په خپله کافر یی. زه دی هم په شک واچولم دا انس حقانی چی اعدام ته برابر وه او اعدام نشو ته څه وایی چی دا به د بګرام په زندان کی تربیه شوی وی او اوس به هم له سی آی ای څخه پیسې اخلی؟ حقانیان په اسلام آباد کی کورونه لری، هلته هم مسلح ګرځی، سیاست هم کوی او تر ډیره ځایه په ټول افغانستان باندی حاکم هم دی.… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

د لوبو په باره کې لاندی فتوا ته باید توجه وشی او په نظر کې ونیول شی. https://ia800303.us.archive.org/23/items/khel-aur-tafreeh-ki-shari-hudood/khel-aur-tafreeh-ki-shari-hudood.pdf هیله ده له لوبو نه څوک سیاسی استفاده ونکړی چی یو په ځان په حقه او بل په ناحقه ثابت کړی. په اصول الفقه کې دا قاعده ده چی اصل په هرشی کې اباحت دی چی ترڅو په کې شرعی حکم نه وی. زما په نظر دا چا چی بی د مبین صاحب له اجازی د هغه غږیږ کلیپ نشر ته سپارلی له دهغه سړی سره باید حساب و کتاب وشی ځکه د خلکو د غبرګون راپارولو او غوغا اصلی عامل هم… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

مونگ آزادی خوخونکی خلک یو ، کریکت د مره یو لوبه ده ، چین ، روس ، جرمن ، ترک ، فرانس ، ایران ، او هغه مملکتونه چی آزاد اوسیدلی او انگریز حکومت ندی پری کری ، پر دی لوبه شرمیگی او اود عار په سترگه ورته گوری ، نو دا بی شرمه افغانی کرکتیان ولی جهانی د المپیک لویو ته نه مخ کوی ، صرف هغه د دیموکراسی لاسپوسی او منافقین چی تر دری رنگه بیرغ لاندی یی د بیغیرتی ژوند تیراوه په دی شرمیدلی او د انگریز سیاسی لوبه باندی مین دی ، خدایتعالی مو پوه کره… نور لوستل »

ُطاهر

ده آزادی ده چی خوندی او میدی مو د تورخم او سپین بولدک په دروازه کی شپی او ورځی پرتی دی او تورمخیو ته زاری کوی چی مریض لرم پریمیږده چی درشم؟ دا غلامی نده چی د ۱۵۰ ډالره ټکټ په ۲۵۰۰ ډالر در باندی خرڅوی ځکه مونږ نه یی تړلی چرګان جوړ کړی او غلامان څه چی اسیران کړی یو؟ ځان د کلی نه ګوښه کول او د کلی (اوسنی نړی) رسم او رواج نه منل او په کوټه کی بندی کول (افغانستان) او فقط یو د تشناب دروازه درلودل (پاکستان) آزادی نده بلکه د تشناب خاوند (د پنجاب… نور لوستل »

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x