ورزش

جنرال مبین د خپلو خبرو په تړاو وضاحت ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو فعال جنرال مبین د ملي بیرغ او افغان کرکټ لوبغاړو په اړه توندې څرګندونې کړې وې، چې د هېوادوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

خو جنرال مبین اوس د خپلو څرګندونو په تړاو د ژوندون تلویزون سره د مرکې پرمهال په خپلو خبرو پښيماني څرګنده کړه او ویې ویل چې باید داسې خبرې نه وای شوې.

نوموړی ددغه غږیز کلیپ په اړه وایي چې غږ دده خپل دی او یوه کس سره یې په شخصي تماس کې دغه خبرې کړي، خو هغه ناځوانه کس د خپلو ګټو لپاره شخصي خبرې رسنیزې کړې دي.

د هغو توندو څرګندونو په اړه چې جنرال مبین د کرکټ لوبغاړو په اړه کړې وې، په پښیمانۍ سره وایي، «زما له خولې د لوبغاړو په اړه توند الفاظ کارول شوي چې نه باید داسې شوي وای».

هغه زیاتوي، «د کرکټ لوبغاړي زموږ اتلان دي، زموږ هېوادوال دي، قدر یې باید وکړو، چې راځي هرکلي ته یې ورشو او روحیه ورکړو».

هغه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ په اړه زیاته کړه، «د افغانستان راتلونکې لوبه چې د پاکستان پر وړاندې ده ټول ملت دې ورته دعا وکړي چې بریا زموږ شي، تر څو په کرکټ کې د تاریخ یو نوی باب خلاص کړو، زما امید او پیشګویي داده چې بریا به د افغان کرکټ لوبډلې او افغانانو وي».

باید وویل شي چې جنرال مبین د پخواني حکومت د دورې پرمهال په ټولنیزو رسنیو فعال مبارز و او د همدې رسنیو له لارې به یې خپل غږ تر نړیوالو رساوه، نوموړی په هېواد او بهر کې زرګونه مینوال لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د نورو لوبو اکثریت ښځینه او نارینه کسانو وطن پریښود مبین غواړی چی د کریکیټ لوبغاړی هم وطن پریږدی. خو هغوی ته سخته نده ځکه چی هر یو یی میلیونر دی او همداسی به د دنیا نور ملکونه هم ورسره کمک وکړی کچیری دوی بیرته رانشی او ټول دا فیصله وکړی چی نور افغانستان ته نه ځو او خپل تمرینات له کوم بل ځایه کوو. نوی حکومت ته مهمه هم نده ځکه کرکیټ خو د ځینو ملایان په خبره حرام دی.

ګل احمد

ښه دی چي دا لټان هلته دباندي پاته سي. د ملت ټول ځوانان یې د درسونو او خواریو ایستلي او پر سړکانو باندي لنډغریو یې اخته کړي دي. دا خپله هم بد اخلاقه دي او نور هم په بداخلاقي اخته کوي. هټلر مو نه دی په یاد چي د جرمني د کرکیټ ټوله ټیم یې په ویشتلو د بینه یووړ.

عبدالله مجید وردک

کریکت د آزادو قومونو لوبه نه ده ، صرف د انگرایزانو د مره یو لوبه ده ، مونگ افغانان آزادی خوخونکی خلک یو او آزاد یو نو د مره یو پر لوبه شرمیگو او ددی غلامی اوبی بندول غوارو ، ای د کرکت خوخونکو آزادو المپیک لوبو ته مخ کری نه د مره یو لوبو ته !

ګل احمد

وردګه ځوانه املا دي خرابه ده. یا کیدای سي پښتو کي بورډ دي نه وي انسټال کړي. سپیناوی راکړه وروره!

عبدالله مجید وردک

د کی بورد مسءله ده ، انشاالله اصلاح به یی کرم ، مننه خدای د وکری مطلب دی اخیستی وی ، بیا ذکر کوم کریکت د مره یو لوبه ده ، نه د افغان !

Sayed

The Rise of Taliban Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under: “The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they… نور لوستل »

ملا جانان

جنرال مبین صاحب، سر د آینده څخه هغه وایه چي دا احمقان یې د اوریدلو طمع لري خو د زړه حال دي په یوه شخصي یاداشت کتابچه کي ولیکه او وصیت وکړه چي د ستا د مرګ وروسته یې رسنیز کړي. کله چي د دې ولس د فکر او شعور سویه د راتلونکو څو نسلونو د اوښتلو وروسته یوڅه پورته سي، هغوئ بیا ستا و دې خبرو ته سخته اړتیا لري خو ته به نه یې او شاید ستا اولادونو هم هغه وخت خپل ژوند ته نور اولیتونه وټاکلي وي.

Karwan

جنرال صاحب مبين، الله مو ژوندي لره او دډير عمر څيښتن شي. هر وخت مو چه څه ويلي دي، ټول حقيقت او واقيعتونه بيانوي. دافغانستان بعضي خلک دي خداي راضي کړي، هغوي په رشوت، خيانت، ظلم،غصب، مفت خوري او وطن خرځولو عدت دي، نو هغوي ته قناعت ورکول مشکل کار دي. طالبانو کرامو شل کال جهاد او مبارزه وکړه او دوطن استقلال ئي دجهاني استکبارنه واخيست او دعه ستر وياړ زمونږ ټولو دي، اما بعضي خرځشوي په دي نه پوهيږي او يا بي تفاوته دي! الله ج د طالبان وروڼه داوسني حالت له امتحانه په خير تير کړي او دالله… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x